1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

المانی کارپوه: د کرونا پاندمي پای ته رسېدلې ده

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

د کرونا پاندمي د نورو موسمي ناروغیو تر منځ جانبي رول پیدا کړی دی. الماني کارپوه وايي چې په دې ژمي کې موږ د کوویډ له لومړۍ (اندمي) څپې سره مخ یو. د المان د نفوس معافیت دومره لوړ دی چې ویروس به په دوبي کې له منځه ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/4LSFb
Symbolbild Corona Test
انځور: Peter Kneffel/dpa/picture alliance

د الماني وېروس پېژندونکي کریسټین دروسټن په باور، د کرونا وېروس خپاروی نور پای ته رسېدلی دی. د برلین د «شاریته» روغتون دا رئیس وایي: « سږکال موږ په دې ژمي کې د کرونا لومړۍ اندمي څپه له (Sars-CoV-2) سره تجربه کوو او زما په نظر د کرونا وېروس خپرېدنه نور پای ته رسېدلې ده.«

دا وتلی الماني وېروس پېژندونکی زیاتوي چې وروسته له دې ژمي څخه به د خلکو خوندیتوب دومره لوړ او ځواکمن وي چې په راتلونکي دوبي کې وېروس نشي کولای دا مصونیت مات کړي. یوزانۍ استثنی ته چې دا وېروس پېژندونکي اشاره کړې ده، هغه د نورو وېروسونو پرمختللې بڼه ده. خو په وينا يې په اوس وخت کې دا تمه نه کېږي.

په نړۍ کې د کرونا د پيښو ډېرښت او په اروپا کې شدید مقررات

د ځانګړو روغتیایي خدمتونو ډاکتر او د المان د فدرالي دولت د متخصصینو شورا غړی کریسټین کاراګیانیدیس له یو المانۍ رسنیزې شبکې ((RND سره د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د وېروس خپاروي به وروسته له ژمي څخه پای ته ورسېږي که نه، ویلي دي: « زه تمه لرم چې د (کرونا وېروس خپرېدل) اوس په تدریج سره پای مومي. خو د ډاډ لپاره به بیا هم دا یا هغه کوچنۍ څپه ښايي رامنځه ته شي.»

Deutschland Berlin | Bundespressekonferenz mit Christian Drosten
انځور: Frank Ossenbrink/imago images

په داسې حال کې د خلکو د خوندیتوب وضعیت ځواکمن شوی او د ځانګړو پاملرنو واحدونو کې د کوویډ ناروغانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ډیری کارپوهان لکه د (STIKO) واکسیناسیون د دایمي کمیسیون مشر توماس مارټینز، اوس دا ارزونه شریکوي چې کرونا اوس یوه اندمي ناروغي ده.

د هغه په ​​​​وینا یوه ساري ناروغۍ (پاندمي) په ابتدايي توګه داسې تعریف کېږي کله چې یو ناپیژندل شوې نړیواله وبا چې انسانان یې هیڅ معافیتي تجربه نلري او په ټولنه کې نفوذ کوي. اندمي بيا هغې وبا ته ويل کیږي چي تر يوې جغرافيايي سيمي پوري محدوده وي. د اکتوبر په پای کې میرټینس وویل چې موږ نور د پاندمۍ له وضعیت سره مخ نه یو.

م.ا/ا.اڅ