1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په نړۍ کې د کرونا د پيښو ډېرښت او په اروپا کې شدید مقررات

۱۳۹۹ آبان ۹, جمعه

فرانسې د یوه میاشت له پاره شدید مقرارت نافذ کړي. هسپانيا تر راتلونکي میاشتي پورې فوق العاده وضعیت تمدید کړی او په امریکا کې د لومړي ځل له پاره پر کرونا د تازه اخته شویو کسانو شمیر تر ۹۰ زرو پورته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/3kf5Z
Deutschland | Coronavirus | Intensivstationen
انځور: Sebastian Kahnert/dpa/picture alliance

فرانسې د جمعې ورځې (د اکتوبر میاشتې ۳۰ نیټه) له سهار څخه د یوې میاشتې له پاره د عامه ورځني ژوند چارې په نسبي ډول ځنډولي دي. فرانسویان باید په کور کې پاتې شي. دوی کولی شي یوازې د خوراکي توکو د خریدارۍ، داکتر ته د ورتګ او حد اکثر یوه ساعت ورزش کولو له پاره له کوره دباندې ووځي.

د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون ترڅنګ چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د امکان تر حده په کورو کې پاتې شي او بې له دلیله دې له کوره نه را وځي، ځکه ویروس په ډیرې چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.

هغه کسبګر چې له کوره د کار کولو امکانات نه لري کولی شي د ځانګړو مقرراتو په مراعاتولو سره کار ته ولاړ شي. ټول بارونه او رسټورانټونه به بند وي. ښوونځي به خلاص، خو د پوهنتونونو دروازې به د محصلینو پرمخ تړلي وي.

د هیواد ټولو برخو ته سفر کول د ځانګړو شرایطو سره امکان لري، خو له اتباعو غوښتل شوي دي چې له بې دلیله سفرونو څخه دې ډډه وکړي. دغه مقررات اوس یوازې د یوې میاشتې له پاره، یعنې د دسمبر تر پایه پورې په پام کې نیول شوي دي.

په هسپانيا کې د فوق العاده وضعیت تمدید

هسپانيا تر ۲۰۲۱م کاله پورې شدید مقررات اعلان کړي دي. د پنجشنبې په ورځ پارلمان ځانګړي مقررات تصویب کړل چې له مخې یي ښارونه او سیمې اجازه لري د امکان تر حده له نورو سیمو سره خپل د تګ راتګ دروازې وتړي.

له پنجشنبې ورځې څخه به ډیرې «خپلواکمنې سیمې» په محاصره ډول وضعیت کې وي، په داسې شکل سره چې اتباع اجازه لري یوازې په مواجه دلایلو سره خپل له استوګنځایونو څخه بهر وځي.

د نړیوال روغتیایي سازمان خبرداری

د روغتیا نړیوال سازمان د پاندمیو په ارتباط د کرونا ویروس سره د مقابلې په خاطر د ورځني ژوند چارو د بندولو له منفي پایلو او عوارضو څخه خبرداری ورکوي.

د نوموړي سازمان په نظر شدید مقررات کولی شي پر کرونا ویروس د اخته کیدو بهیر کمزوری کړي، خو په ډیره درنه بیه تمامیږي، ځکه کیدای شي رواني فشارونه او کورني کشمکشونه زیات کړي.

د ورځي ژوند د چارو ځنډول هم د پام وړ اقتصادي اغیزې لري، له دې امله له دغو حکومتونو غوښتل شوي دي چې د ورځني فعالیتونو د بندولو اقدامات دې په احتیاط سره نافذ کړي.

د روغتیا سازمان تائیدوي چې د اروپا لویه وچه په اوس وخت کې د کرونا وبا پر اصلي مرکز بدله شوې ده.

خو سربیره پر دې د اروپایي کمیسیون مشره اورزولا فون دیر لاین، هیله منده ده چې د کرونا دویمه څپه به په اروپا کې دننه د سرحدونو د بندیدو سبب نه شي.

میرمن دیر لاین ویلي دي چې په تیر پسرلي کې د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال د سرحدونو بندیدو پر اقتصاد ډیر فشار وارد کړی دی او باید د امکان تر حده ترې ډډه وشي. نوموړۍ په عین وخت کې نیوکه وکړه چې د دوبي په را رسیدو په ډیر شمیر اروپایي هیوادونو کې ډیر په بیړه محدودیتونه لیري کړای شول.

میرمن دیر لاین واضحه کړه: «ټول باید متوجه اوسو چې د کرونا واکسین تر تولید او خپریدو مخکې، بی له وقایې بله چاره نه لرو چې د ویروس او د هغې د خپریدو پر وړاندې مقابله وکړو؛ نو له همدې امله د مقرراتو په لیري کولو کې باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي.»

له کرونا سره د مقابلې په برخه کې د ترمپ لاسته راوړنه

سپينې ماڼۍ د «ولسمشر د لاسته رواړنو او بریالیتونو یو لیست خپور کړی دی» چې په هغې کې د کرونا ویروس وبا پر وړاندې د هغه د مقابلې او لاسته راوړنو یادونه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس خپریدل په دې هیواد کې خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

په امریکا کې د جانز هاپکینز پوهنتون د رپوټ پر بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۹ نیټه) په یوه ورځ کې په متحده ایالاتو کې  ۹۱۲۹۵ تنه د کرونا په ویروس اخته شوي دي. د لوموړي ځل له پاره په یوه ورځ کې د اخته کسانو شمیر تر ۹۰ زرو پورته شو.

تر نن ورځې پورې پر کرونا ویروس د اخته کیدونکو کسانو تر ټولو لوړ شمیر په هندوستان کې ثبت شوی دی. دغه هیواد د سپټامبر میاشتې په ۱۷ نیټه په ۲۴ ساعتونو کې د ۹۸ زرو نویو کسانو د اخته کیدو خبر ورکړی وو.

خو د جانز هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په متحده ایالاتو کې د مبتلایاتو شمیر ۹ میلیونه ثبت شوی دی چې دا په نړیواله کچه د کرونا وبا د خپریدو تر ټولو لوړه کچه ښيې. خو سره له دې هم د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په دغه هیواد کې د شدیدو محدودیتونو له نافذولو څخه ډډه کړې ده.