1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلین کې هغه افغان کډوال مړ شو چې د ځان وژنې هڅه یې کړې وه

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د برلین ښار پولیسو تایید کړې چې یو افغان کډوال د دغه ښار په یوه روغتون کې د ځان وژنې له هڅې وروسته مړ شوی دی. وژل شوي کس ۳۱ کاله عمر درلود او د کاپیسا ولایت اوسېدونکی و.

https://p.dw.com/p/4UwWc
برلین کې د افغان کډوال ځان وژنه
برلین کې د افغان کډوال ځان وژنهانځور: Mohamed Sharuhaan/AP Photo/picture alliance

د آلمان د برلین پولیس په دغه ښار کې د یوه افغان مهاجر د ځان وژنې له هڅې وروسته د هغه د مړيني خبر ورکوي.

د پولیسو ویاندې پاتریشیا بریمر دویچه ویله ته وويل چې دغه افغان کډوال تېره اوونۍ د ځان وژنې له هڅې وروسته د برلین ښار "یودیش" روغتون ته لېږدول شوی و. خو په وينا يې ډاکټران د دغه ځوان د ژغورلو په هڅه کې پاته راغلل او دغه افغان بالاخره د دوشنبې په ورځ په روغتون کې مړ شو.

په صربستان کي يو افغان مهاجر وژل سوی

د برلین د پولیسو په وینا دغه ځوان مهاجر ۳۱ کلن و. هغوی زياته کړې چې ياد افغان په ​​برلین کې د مهاجرینو په یوه موقتي کمپ کې مقيم وو.

یو شمېر افغان کډوال چې له ده سره په دغه کمپ کې اوسېدل وايي چې دا ځوان له افغانستان څخه ایران، ترکیې او بیا له ایټالیا څخه المان ته رارسیدلی وو.د دوی په وینا هغه د خپلې پناه غوښتنې نتیجې ته په تمه و، خو د المان حکومت د ده د هویت له پېژندلو وروسته هغه ته د دبلین حیثیت ورکړ چې په ترڅ کې يې هغه بايد له المان څخه هغه اروپايي هيواد ته بېرته لېږدول شوی وای چې هغه يې له لارې اروپا ته داخل شوی و. د هغه د ملګرو په وینا دې افغان ځوان د دې حکم د اوریدو وروسته د ځان وژنې هڅه وکړه.

کاناډا وايي ۳۴۳ نور افغانان يې انتقال کړي دي

د دغه کمپ د مهاجرینو په خبره، نوموړی د کاپیسا ولایت اوسېدونکی و او هلته یې د پولیس په توګه دنده ترسره کوله، خو د امنیتي اندېښنو او د طالبانو له خوا د وژل کېدو ګواښ هغه دې ته اړ کړی وو چې مهاجر شي.

په آلمان کي د بې سرپرسته مهاجر ځوانانو شمېر زيات سوی

۲۷ کلن افغان مهاجر ذبیح الله دواشيوال چې د مهاجرو په دغه کمپ کې له وژل شوي کس سره اوسېدی دويچه ویله ته يې وویل: «هغه له شاوخوا یو کال راهیسې په همدې کمپ کې له موږ سره اوسېدی. د پناه غوښتنې د پړاوونو له تېرولو یو څه وخت وروسته یې لیک ترلاسه کړ چې دبلین شوی دی او باید بیرته ایټالیا ته ستون شي. د لیک ترلاسه کولو دوه ورځې وروسته یې د ځان  وژنې هڅه وکړه او د امبولانس په مرستي روغتون ته یوړل شو.» دوشيوال چې پخپله د طالبانو له واکمنیدو وروسته اتریش او بیا المان ته تللی هم د دبلین له مرحلې څخه تیر شوی دی.

د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۹ افغان کډوال ازادیدل

هغه  وايي چې په المان کې د شپږو میاشتو پټ ژوند په تېرولو سره وتوانېد چې له دغه حالت څخه ووځي او په المان کې د پناه او استوګنې حق ترلاسه کړي.

دغه افغان مهاجر په اروپايي هیوادونو کې د افغان مهاجرینو د پناه غوښتنې د اوږد بهیر او د مهاجرو په کمپونو کې د ژوند له سختو شرایطو څخه په نیوکې سره د دبلین قانون لغوه کول غواړي. هغه زیاته کړه: "په میاشتو مجبوره وم چې دبلیني وضعیت وزغمم. دا پروسه ډېره ستړي کوونکې او وخت اخيستونکې وه. دا وضعیت زما له پاره د ډېرې اضطراب او اندېښنې لامل شوې وه."

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

د آلمان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې په آلمان کې شاوخوا ۳۹۵۶۰۰ افغانان اوسیږي. د دغو مهاجرینو یوه برخه هغه خلک دي چې په دبلیني حالت کې ژوند کوي. د دبلين تړون د اصولو له مخې مخې، د اروپايي اتحادیې هغه غړی هیواد د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د پروسس کولو مسولیت لري چیرې چې پناه غوښتونکی په لومړي ځل اروپا ته داخل شي او ثبت شي.

د دبلين د اصولو له مخې مهاجر نشي کولای چې په د اروپايي اتحاديې يو هيواد ته داخل يا پکښي تېر شي، او په بل هيواد کې د پناه غوښتنه وکړي. بلکه هلته به د پناه غوښتنه کوي د کوم له لارې چې اروپايي اتحاديې ته داخل شوی وي. البته که دويم هيواد په معينه موده کې ونکړای شي چې و لومړي اروپايي هيواد ته د مهاجر د بېرته اخيستلو پروسه بشپړه کړي، نو بيا به يې پخپله د پناه غوښتنې ارزونه کوي.
 

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai