1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د ريچارډ بينيت ماموريت تمديد شو

۱۴۰۲ مهر ۲۰, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پریکړه لیک تصویب کړ او په افغانستان کې یې د بشري حقونو په برخه کې د دې سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ریچارډ بینيت ماموریت وغځاوه.

https://p.dw.com/p/4XSJ1
 په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینيت
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینيت انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله پینځه څلوېښتمه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د پریکړه لیک مسوده تصویب کړه او په افغانستان کې يې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ریچارډ بینيت ماموریت یو کال نور وغځاوه.

دغې شورا ویلي دي چې د بشري حقونو د وضعیت او د ریچارډ بینيت د ماموریت د غځولو په اړه پریکړه لیک پرته له کوم اعتراضه تصویب شو.

په ژنيو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه بیا په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي دي، چې که څه هم چین او پاکستان "له توافق څخه ځانونه لېري ونیول، خو د رایې غوښتنه یې هم نه ده کړې."

نصیر احمد اندېشه کاږي: «د یوه بل کال له پاره د دغه ماموریت غځول به یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو مسئلې ته د نړۍ پام راواړوي.»

اندېشه وایې په ​​تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې، د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو او په افغانستان کې له بېلابېلو ډلو په ځانګړې توګه له ښځو او د مدني ټولنې له غړو سره د اړیکو په برخه کې د ریچارډ بینیت ماموریت بریالی وو.

د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینيت یو خپلواک کارپوه دی چې د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۲م کال په اپریل مياشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څېړلو ته وټاکه.

ریچارډ یو ځل افغانستان ته سفر کړی اود طالبانود دوه کلنې واکمنۍ پر مهال یې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو او د خلکو د سیستماتیک او هدفي وژنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ګڼ راپورونه وړاندې کړي دي.