1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

اسرائیل د حماس د نوي مشر د لمنځه وړلو ژمنه کړې

۱۴۰۳ مرداد ۱۸, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په غزه کې جګړه یوولسمې میاشتې ته داخله شوې، اسرائیل ژمنه کړې چې د حماس ډلې نوی رهبر به له منځه یوسي. د جولای په ۳۱مه په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته حماس یحیی سنوار د هغه ځای ناستی وټاکه.

https://p.dw.com/p/4jE1S
Israel Ministerpräsident Benjamin Netanjahu | Angriff israelischer Kampfflugzeuge auf Hafen Hudaydah Jemen
انځور: Israeli Prime Minister's Office/Anadolu/picture alliance

فلسطينۍ وسلوالې ډلې حماس، په داسې حال کې سنوار د خپل نوي سیاسي رهبر په توګه اعلان کړ چې اسرائيل د ایران وروستیو ګواښونو ته د چمتووالي په حال کې دی. ایران، په تهران کې د حماس د سیاسي رهبر اسماعیل هنیه تر وژلو وروسته، اسرائيل ته د غچ اخیستنې ګواښ کړی. حماس ډله د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو هیوادونو له لوري د یوې ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

د اسرائيل صدراعظم، بنیامين نتنیاهو، د چهارشنبې په ورځ په یوه پوځي اډه کې د وینا پر مهال وويل چې اسرائيل له خپل ځانه دفاع ته «مصمم» دی.

هغه د پوځ لیکو ته تازه جلب شوو عسکرو ته وويل: «موږ د دواړو، هم دفاعي او هم تهاجمي لحاظه چمتو یو.»

د اسرائيل د پوځ مشر، جنرال هرتزل لوی، د سینوار په هکله ژمنه وکړه چې «هغه به پیدا او حمله به پرې وکړي» او حماس به اړ کړي چې د هغه له پاره یو ځای ناستی پیدا کړي.

سنوار چې له ۲۰۱۷ راهیسې په غزه کې د حماس رهبري کړې، پر اسرائيل د اکتوبر ۷مې حملې راوروسته ليدل شوی نه دی. پر اسرائيل د اکتوبر ۷مې حمله، د دغه هېواد په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ حمله ارزول کيږي او ویل کیږي چې د دغې برید طراح هم سینوار دی.

فلسطينۍ وسلوالې ډلې په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژلو وروسته یحیی سينوار خپل سیاسي مشر ټاکلی دی
سينوار چې له ۲۰۱۷ راهیسې په غزه کې د حماس رهبري کړې، پر اسرائيل د اکتوبر ۷مې حملې راوروسته ليدل شوی نه دیانځور: MAHMUD HAMS/AFP/Getty Images

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د سینوار ګمارنه د دې پيغام رسوي چې حماس سازمان «خپلې د مقاومت لارې ته ادامه ورکوي.»

شنونکي په دې باور دي چې یحیی سينوار چې په قطر کې اوسيږي د اسماعيل هنيه پر پرتله په غزه کې اوربند ته لږ میلان لري او همدارنګه د هنيه په پرتله هغه ایران سره هم لا ډېرې نژدې اړيکي لري.

په غزه کې روان تاوتريخوالی د تېر اکتوبر له ۷مې کله چې د حماس ډلې جنګیاليو پر اسرائيل حمله وکړه ادامه لري. د رپوټونو مطابق په دغه حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان چې اکثریت ېې ملکیان ول ووژل شول او ګڼ شمېر نور غزې ته یرغمل راوستل شول. یحیی سنوار چې اوس د حماس ډلې نوی سیاسي رهبر ټاکل شوی، د اکتوبر ۷مې حملې اصلي طراح بلل کیږي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسراییلو په پوځي ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي چې پکې د ملکيانو او وسله والو د مرګ ژوبلې جزیات نه دي ورکړل شوي.

په عین وخت کې په غزه کې دغې جګړې یو بشري ناورین هم رامنځته کړی، چې د دې سیمې نږدې ټول ۲.۴ میلیونه وګړي یې بې ځایه کړي او د سیمې اوسیدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

اسرائيل، آلمان، امريکا متحده ایالاتو او يو شمير نورو هېوادونو د حماس ډله د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.

Mks/akh (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل