1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل: د حزب الله ډلي په برید کې ۱۸ عسکر ټپیان شوي دي

۱۴۰۳ تیر ۱۱, دوشنبه

د اسرئیل پوځ د یکشنبې په شپه اعلان وکړ چې د لبنان حزب الله ډلې د بې پيلوټه الوتکو په برید کې ۱۸ عسکر ټپیان شوي دي. د یوه عسکر وضعیت اندېښمن بلل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4hiSR
Israel Safed | Raketenabwehrsysteme fangen Angriffe aus dem Libanon ab
د اسرائیل د هوایي دفاع سیسم د لبنان له سویل څخه توغول شوي ډیر شمیر توغندي خنثی کړي ديانځور: Ayal Margolin/Xinhua/picture alliance

د لبنان حزب الله چې ویل کیږي ایران یې ملاتړ کوي، د یکشنبې په شپه یو وار بیا په بې پيلوټه الوتکو سره د اسرائیل په شمال کې برید کړی دی. د اسرائیل د پوځ په وینا د دغو بریدونو په پایله کې ۱۸ سرتیري ټپيان شوي دي او یو یې له «جدي ټپ» سره روغتون ته رسول شوی دی.

د دغو بریدونو په ځواب کې د اسرائیل هوایي ځواکونو د لبنان په سویل کې د حزب الله پر سنګرونو بریدونه کړي دي. د اسرئیل پوځ همدارنګه ویلي دي هغه ځای یې بمبار کړی دی، چې د ګولان د لوړو پر لور ترې توغندي توغول شوي ول او د اسرائیل توپخانې د لبنان په سویل څو سیمو کې موجود ګواښونه هم لمنځه وړي دي. دغه معلومات په خپلواک ډول نه دي تائید شوي.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه نېټه پر اسرائیل د حماس ترهګر برید او په غزه کې د جګړې له پيل راهیسې، د لبنان د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د دغو دواړو هیوادونو په سرحد کې په پرله پسې ډول نښتې رامنځته کیږي.

حزب الله ویلي دي چې اسرائیل باید په غزه کې په بشپړ ډول جګړه پای ته ورسوي، څو دغه ډله پر اسرائیل خپل بریدونه ودروي. په دې وروستیو کې نښتې ډیرې شوې دي او د لبنان پر لور د جګړې غځیدو په نړۍ کې اندېښنې ډېري کړي دي.

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د کړکېچ د زیاتیدو له کبله تر اوسه پورې د کاناډا، هالنډ او آلمان په څیر هیوادونو له خپلو اتباعو غوښتي دي چې هر څومره ژر چې کیږي له لبنان څخه دې ووځي.

په بیروت کې د امریکا سفارت هم د پنجشنبې په ورځ د خبرداري ترڅنګ په لبنان کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې د لبنان سویل او د سوریې او لبنان سرحدي سیمو ته دې سفر نه کوي.

سعودي عربستان هم د شنبې په ورځ له خپلو اتباعو وغوښتل هر څومره ژر چې کولی شي له لبنان څخه دې ووځي.

د اسرائیل پوځڅه موده مخکې اعلان کړی وو چې د لبنان د حزب الله پر وړاندې د پراخو عملیاتو له پاره یې نظامي طرحې تصویب کړي دي.

تر دې وروسته د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازي پر لبنان د اسرائیل د ځواکمن برید له پایلو څخه خبرداری ورکړ. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازي په ایکس شبکه کې ولیکل: په داسې حالت کې به ټول انتخابونه، د هغو له ډلې څخه د مقاومت د ټولو جبهو بشپړ مشارکت د میز پر سر وي.

د دې په تعقیب د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ئیسرائیل کاتس، په ایکس شبکه کې ولیکل: «که حزب الله خپل بریدونه ونه دروي او د لبنان له سویل څخه پر شاتګ ونه کړي، تر هغه وخته پورې چې امنیت نه وي ټینګ شوی او د سیمې اوسیدونکي بیرته خپلو کورونو ته نه وي ستانه شوي، له ټول ځواک سره به یې پر وړاندې اقدام وکړو.»

کاتس زیاته کړه: «هغه رژیم چې د لمنځه وړلو ګواښ کوي، پخپله د نابودۍ مستحق دی».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز