1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: پولیسو د حزب الله پر شکمنو پلوي ډلو چاپې وهلي

۱۴۰۲ آبان ۲۵, پنجشنبه

د آلماني چارواکو په حواله پوليسو د پنجشنبې په سهار د «هامبورګ د اسلامي مرکز» په اړه پلټنو په ترڅ کې په اوه ایالتونو کې کابو ۵۴ ځایونه تلاښي کړي دي. پر دغه مرکز د حزب الله ډلې د ملاتړ شک کیږي.

https://p.dw.com/p/4YsME
د آلماني چارواکو په حواله پوليسو د «هامبورګ د اسلامي مرکز» په اړه پلټنو په ترڅ کې په اوه ایالتونو کې  تلاښي کړي دي.
د آلماني چارواکو په حواله پوليسو د «هامبورګ د اسلامي مرکز» په اړه پلټنو په ترڅ کې په اوه ایالتونو کې تلاښي کړي دي.انځور: Hannes P Albert/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې پر «هامبورګ اسلامي مرکز» يا «آی زيد اچ» د «اساسي قانون  ضد کړنو» او «حزب الله ترهګرۍ ډلې د ملاتړ» شک کیږي.

په اعلاميه کې زياته شوې ده چې د تلاښيو په ترڅ کې څوک نیول شوي نه دي او د دې شک په تړاو د ډاډمنو شواهد ترلاسه کولو په موخه ترسره شوي چې د هامبورګ مرکز او شريکې ډلې یې د حزب الله له فعالانو څخه ملاتړ کوي.

په ۲۰۲۰م کال کې آلمان د حزب الله ډله د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي کړه او په آلمان کې یې پر فعاليت بندیز وضع شو.

آلماني سياستوالو څه ويلي ؟

د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نينسي فېزر چې د آلمان د سوسيال ډیموکرات ګوند سره تړاو لري، ويلي دي چې د هامبورګ اسلامي مرکز له ډېرې مودې راهېسې د آلمان د استخباراتي ادارې تر څار لاندې وو او د يوه «اسلامستي» سازمان په توګه درجه بندي شوی دی.

نوموړې د پنجشنبې په سهار د ترسره شويو تلاښيو وروسته وويل: «اسلامستي صحنه زموږ تر نظارت لاندې ده.»

هغې وويل: «په ځانګړي توګه په داسې يوه وخت کې چې ډېر يهودان ځانونه په خاصه توګه تر ګواښ لاندې احساسوي، مهمه ده چې وويل شي: موږ به اسلامستي پروپاګند او يا يهود او اسرائيل ضد پارونه ونه زغموو.»

فېزر په خپلو خبرو کې زياته کړه: «اوس په ځانګړي ډول د تیارسۍ اوسيدو او کلک چلن کولو وخت دی. همدا وجه ده چې موږ هر معقول شک په جدي توګه تعقيبوو.»

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال اندي ګروټه چې د هامبورګ د کورنیو چارو سناتور هم دی، دا تلاښۍ پر دغه مرکز يو «کلک ګوزار» وباله چې په خبره یې د هغه «وخت اوس ختم شوی دی.»

هغه وویل: «څومره ژر چې  آي زيد اچ له هامبورګ څخه ورک شي، هومره ښه ده. او نن موږ دغه ستر کار ته ډېر نېږدې شوي يو.»

ګروټه وويل چې په هامبورګ کې استخباراتي ادارو د دغه مرکز د «افراطي تمايلاتو» په اړه له اوږدې مودې راهېسې خبرداري ورکاوه او «فشار یې پرې اچولی وو.»

نوموړي زياته کړه: «زه خوښ يم چې د کورنيو چارو فدرالي حکومت [پر دغه مرکز] د بندیز لګولو له پاره فشار راوړي. زه ډاډه يم چې دا پروسه به بشپړه توګه نتیجې ته ورسيږي او آي زيد اچ به ژر وتړل شي.»

د هامبورګ اسلامی مرکز څه شی دی؟

سيمه ایزه استخباراتي اداره په دې آند ده چې د هامبورګ اسلامي مرکز په آلمان کې د ایران د رژيم يوه آله يا را اوږد شوی لاس ګڼل کيږي او پر يو شمير مسجدونو او ټولنو ډېر نفوذ لري او يا حتی کنترولوي یې.

له دې مسجدونو څخه يو په هامبورګ کې د امام علي جومات دی چې د آبي مسجد په نوم مشهور دی.

دا مرکز په ‍۱۹۵۳م کال کې د ایراني کډوالو له خوا تاسيس شوی وو. د کورنيو چارو وزارت په حواله یې د فعاليتونو موخه د ايراني انقلابي نظرياتو خپرول دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa,ap. Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: