1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

اروپا کې د سپاه پاسداران د تروریستي سازمان اعلانولو هڅه

۱۴۰۳ خرداد ۸, سه‌شنبه

د المان په ګډون د څو اروپايي هیوادونو دیپلوماتان هڅه کوي چې سپاه پاسداران په تروریستي لیست کې شامل شي. د دې اقدام مبنا د المان په بوخوم ښار کې د یهودانو عبادتځای ته د اور اچونې په اړه د یوې الماني محکمې حکم وو.

https://p.dw.com/p/4gMOz
Iran | Militär
انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

اروپايي دیپلوماتانو د دوشنبې (د می میاشتې ۲۷ نیټه) په ورځ د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د المان په ګډون د اروپايي اتحادیي یو شمیر هیوادونه په دې هڅه کې دي چې پهایرانکې د انقلاب اسلامي سپاه پاسداران د المان د دوسلدورف د محکمې د یوه حکم په اساس د ترهګریز سازمانونو په لیست کې شامل کړي.

د ځینو نورو اروپایي هیوادونو په کتار کې المان د اروپایي اتحادیي له حقوقي مسئولینو څخه غوښتي دي چې د دوسلدورف د محکمې حکم دې وارزوي چې ښيي د ایران یوه دولتي بنسټ د المان په بوخوم ښار کې د یهودانو یوه عبادتځای ته د اور اچونې مسئول دی.

د اروپايي اتحادیي دیپلوماتانو د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د اروپايي اتحادیي د حقوقي خدماتو بنسټ تائیده کړې ده چې دغه حکم کیدای د ترهګریزو سازمانو په لیست کې د سپاه پاسداران د شاملولو له پاره کافي وي.

د ترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس، د اروپايي اتحادیي د حقوقي خدماتو د ارزونې په اساس اوس څو اروپايي هیوادونو د ترهګریز سازمان په توګه د سپاه پاسداران د طبقه بندي کولو له پاره د اړینو ګامونو پورته کولو ملاتړ کړی دی.

د تروریستي سازمان بلل کیدو تصمیم څنګه نیول کیږي؟

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک، په وار وار ویلي دي چېد سپاه پاسداران د تروریستي سازمان بللو سره توافق لري. خو سره له دې هم تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې آیا د اروپايي اتحادیي د ۲۷ غړو هیوادونو په منځ کې په دې هکله به لازم اکثریت شتون ولري او که څنګه؟ د داسې یوې طبقه بندۍ پریکړه باید د اروپايي اتحادیي د غړو هیوادونو د رایو په توافق سره ترسره شي.

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

د دغو هڅو یو علت هم دا دی چې ایران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو له پاره اټومي موافقې ته ژمن پاتې شي او د دغه هیواد له خوا د اټومي بم جوړولو مخه ونیول شي.

د دوسلدورف د محکمې حکم د تیر کال په دسمبر میاشت کې د المان په بوخوم ښار کې پر یوې کنیسې د برید په برخه کې صادر شوی و.

په هغه وخت کې یوه ایراني الاصله الماني د المان په بوخوم ښار کې کنیسې ته د اور اچونې په جرم په مجموع کې په دوه کاله او نهه میاشتې بند محکوم شوی وو.

د دوسلدورف محکمې ویلي وو چې په ایران کې د رامین یکتاپرست، په نوم د یوه کس له خوا ده ته دنده سپارل شوې وه. د المان د امنیتي چارواکو په حواله یکتاپرست د یوې قاچاقبرې ډلې مشر او له سپاه پاسداران سره یې همکاري درلودله. نوموړی کس په المان کې د قتل په تور هم تر تعقیب لاندې و.

خو دیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ ټينګار وکړ چې د ترهګرې ډلې په توګه د ایران د سپاه پاسداران طبقه بندي کول به په لومړي قدم کې یو سمبولیک اقدام وي، ځکه د اروپايي اتحادیي بندیزونه لادمخه د دوی پر ضد نافذ شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص