1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحادیه: زر به د ایران پر اټومي تړون موافقه وشي

۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د اروپایي اتحادیي د بهرنیو چارو مسئول په نږدې راتلونکي کې له ایران سره د اټومې موافقې رامنځته کیدو څخه خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4GJDC
Ursula von der Leyen trifft Präsident  Zelenskyj
انځور: Janis Laizans/REUTERS

د اروپایي اتحادیي د بهرنیو چارو مسئول جوزف بوریل په حواله ژر به د ایران د اټومي تړون په هکله یوه موافقه رامنځته شي. نوموړي دغه څرګندونې د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د اروپا د بهرنیو چارو وزیرانو تر کنفرانس وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړي دي.

هغه وویل چې د یوه ممکنه تړون په اړه د وروستیو وړاندیزونو متن ایراني او امریکایي مذاکراتي پلاو ته سپارل شوی دی او د دواړو هیوادونو له خوا معقول ځوابونه ترلاسه شوي دي. بوریل زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې یو ښه خبر راتلونکی دی.