1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان سره د اروپايي اتحاديې د نوو مرستو د چمتووالي اعلان

۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت ته په کتو د شاوخوا ۱۲۵ ميلیونه يورو نوو بشري مرستو اعلان وکړ. دغې ټولنې ويلي دي چې په پاکستان او ایران کې میشتو افغان مهاجرو له پاره هم په ميلیونو یورو استوي.

https://p.dw.com/p/4gtkZ
د آرشیف انځور - د بلجیم په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون ساختمان
د آرشیف انځور - د بلجیم په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون ساختمانانځور: Cornelius Poppe/NTB/picture alliance

اروپايي کمېسيون د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې افغانستان ته د شاوخوا ۱۲۵ میلیونه یورو (۱۳۴.۵ امریکايي ډالر) نوو بشري مرستو د چمتو کېدو اعلان وکړ. کمېسیون ويلي دي چې دغه پیسې به د مرستندوی سازمانونو له لارې په افغانستان کې د قحطۍ خطر د مخنيوي په موخه لګول کيږي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه پيسې به په اولیه او اړینو مواردو لکه خوراکي موادو، سرپناه، روغتیايي خدماتو، اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي په برخو کې لګول کيږي. 

خبرځای زیاتوي چې له یاد مقدار پیسو علاوه، ۱۲ ميلیونه یورو به پاکستان ته د افغان مهاجرو او طبيعي پېښو سره د مبارزې په خاطر انتقال شي او همدارنګه شاوخوا ۱۰ ميلیونه یورو په ایران کې د هغو بشري سازمانونو له پاره په نظر کې نیول شوي چې د افغان مهاجرو له پاره کار کوي.

اروپايي کمېسیون چې له ۱۹۹۴ راهیسې ېې له افغانستان سره بشري مرستې جاري ساتلي دي، وايي چې تر اوسه ېې له دغه هېواد سره شاوخوا ۱ اعشاریه ۸ ميلیارده یورو مرستې کړي دي. تېر کال ېې په مجموع کې څه کم ۱۶۰ ميليونه یورو مرستې کړې وې.

په افغانستان کې وضعیت، د نړۍ یو د تر ټولو ستر بشري بحران په توګه ارزول کیږي. 

د اروپايي کميسیون پر اساس، د افغانستان شاوخوا ۲۴ ميلیونه وګړي پر بهرنیو مرستو متکي دي او دغه راز له ۱۵ ميلیونو ډېر وګړي د غذايي خوندیتوب له اړخه تر سخت کړيږي.

(dpa)mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل