1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا هند به افغانانو ته ویزه ورکړي؟

۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبه

هغه ناروغ لرونکي چي مخکي به له افغانستان څخه هند ته تلل، وايي چي د ویزې د نه ورکولو له امله له ستونزو سره مخامخ دي. په دا وروستیو کي د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چي د افغانانو له پاره به ویزه صادره سي.

https://p.dw.com/p/4irtO
Symbolbild | afghanischer Reisepass
انځور: Stanislav Krasilnikov/TASS/dpa/picture alliance

د اسماعیل په نوم د کابل یو اوسیدونکی چي د پښتورگي تکلیف لري، دویچه ویله ته وويل چي د پخواني حکومت تر سقوط مخکي به یې هند ته سفر کاوه او هندي ډکټرانو به تداوي کاوه، خو د حکومت تر سقوط وروسته نه سي کولای ویزه ترلاسه کړي.

هغه وایي: «زما ناروغي لا پسي ډیره سوې ده، دا ځکه چي نه سم کولای هند ته سفر وکړم. مخکي د هندي ډاکټرانو تر درملني لاندي وم او د هغوی دوا زما له پاره ښه وه، خو اوس مي وضعیت خراب سوی دی، ځکه چي هغوی ته لاس رسی نه لرم.»

په افغانستان کي د هند  د ویزې صادرول او د قونسلگرۍ فعالیتونه د ۲۰۲۱م کال تر اگست وروسته وځنډیدل. په هغه وخت کي هندي ډیپلوماټانو افغانستان پریښود او د اضطراري ویزو اخیستل یوازي د آنلاین له لاري ممکن ول او د حکومت تر سقوط وروسته د افغانستان د سیکانو ځینو ډلو د آنلایني ویزو څخه په استفادې سره هند ته پناه یووړه.

په دا وروستیو کي د هند  د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال ویلي دي چي هیواد یې له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د افغانانو له پاره به ویزې صادري سي. خو هغه په دقیق ډول نه دي ویلي چي د ویزې د ورکولو بهیر به څه ډول ممکن وي.

په هغه رپوټ کي چي د طالبانو  تر کنترول لاندي ملي ټلویزیون له خوا خپور سوی دی، د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د هند د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

فطرت ویلي دي: «افغانان په هند کي د تجارت، روغتیا او تحصیل په ډگر کي ډېري اړتیاوي لري، که هند دغه پروسه پیل کړي، نو د ډېرو افغانانو ستونزي به حل سي.»

د هغې اعلامیې له مخي چي د هند سفارت پر انترنتي پاڼه لیدله کیږي، هغه افغانان چي غواړي ویزه واخلي، یوازي د آنلاین له لاري کولای سي د ویزې غوښتنه وکړي.

په کابل کي یوې سرچینې، دویچه ویله ته وویل چي د افغانانو له پاره د ویزې اخیستل، یوازي د آنلاین له لاري ممکن دي، دا ځکه چي په کابل کي د هند  سفارت او قونسلگري فعال نه دي.

د افغانستان ځینو اوسیدونکو، په تیره بیا ناروغانو او ناروغ لرونکو کسانو د هند له خوا د ویزې د ورکولو خبر د اوریدو له امله خوشحالي څرگنده کړې ده. د کارپوهانو په خبره دغه کار به د تجارت پر ودې باندي هم اغېز وکړي.

د طالبانو د حاکمیت څخه درې نيږدې کاله وروسته هم د دغي ډلي حکومت د هیڅ یوه هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل سوی.

په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکي، د افغانستان او هند ترمنځ ډیپلوماټیکي اړیکي دوستانه وې او ډېرو افغانانو د تجارتي او روغتیايي مقاصدو او تحصیل له پاره هند ته تگ راتگ درلود، خو په وروستیو نيږدې دریو کلونو کي د قونسلي اړیکو د نه موجودیت له امله، هند ته د افغانانو سفرونه محدود سوي دي.

نوی ډیلی؛ له زده کړو پاتې افغانانو له پاره د انګلیسي کورس

GP/NZ/Sirat