1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

آلمان په مهاجرو کي د دیفتري ناروغۍ زیاتوالی ثبت کړی دی

۱۴۰۲ فروردین ۲۴, پنجشنبه

په آلمان کي په مهاجرو کي د پوست دیفتري ډېري پیښي په ټوله اروپا کي د پراخیدو د یوې برخي په توگه ثبت سوي دي. دیفتري داسي یوه ناروغي ده چي د درملو او واکسین په واسطه یې مخنیوی کیږي.

https://p.dw.com/p/4PzC6
Deutschland | Afghanische Flüchtlinge landen mit dem letzten Flugzeug über Taschkent aus Kabul am Frankfurter Flughafen
انځور: Kai Pfafenbach/REUTERS

درابرت کوخ انستیتوت چي د ناروغیو د کنترول دنده لري، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي له تیر دوبي راهیسي تر اوسه پوري په دغه هیواد کي د ۱۷۰ پیښو رپوټ ورکړل سوی دی. خو په دغه هیواد کي د مړیني د کومي پیښي په هکله خبر نه دی ورکړل سوی.

ایټالیا د مهاجرو زیاتیدو له کبله بېړنی حالت اعلان کړی

د دغي ناروغۍ پراخیدل په تیره بیا هغه مهاجر اغیزمن کوي چي له سوریې او افغانستان څخه آلمان ته راغلي دي. رابرت کوخ انستیتوت ویلي دي چي دغه ناروغي په عامو خلکو کي نه ده لیدل سوې.

روغتیا نړيٍوال سازمان: د هرو شپږو لویانو یو یې له شنډتوبه اغېزمن شوی

د دغي ناروغۍ د پراخیدو په هکله به له څو هیوادونو څخه تحقیقاتي ټیمونه په کوپنهاگن کي د میکروبیولوژي کلینیکي او عفوني ناروغیو په اروپايي کنگره کي چي د شنبې په ورځ پیل کیږي، خپل نتایج وړاندي کړي.

کارپوهان په دې باور دي چي دغه ناروغان په اصلي هیواد او یا هم آلمان کي نه دي اخته سوي. د هغې د خپریدو منبع لا معلومه نه ده. خو داسي گومان کیږي چي د هغې د پراخیدو منبع ښايي تر لویدیځي اروپا پوري د بالکان لار وي.

د کنگرې له خوا د پخوانیو خپاره سوو شمیرو له مخي، یوازي د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ او نووامبر میاشتو ترمنځ، څیړونکو په لسو اروپايي هیوادونو کي څه د پاسه ۳۶۰ پیښي تشخیص کړي دي.

افغانستان: زرګونه د سوري زړه ماشومان د درملنې انتظار باسي

د مهاجرو ډلي زیاتره وخت د دیفتري په وړاندي د واکسین په مرسته ډیر لږ ساتل کیږي.

دوه ډوله دیفتري موجوده ده: سخته فارنژیت( تنفسي دیفتري) او د پوست دیفتري یا لږ خطرناکه زخم. د پوست دیفتري کولای سي له اخته کس سره د مستقیمو اړیکو او یا هم عفوني ترشحاتو له لاري انتقال سي.

دغه ناروغي پر پوست او مخاطي غشا باندي د غوړو زخمونو د رامنځته کیدو سبب گرځي. دغه ناروغي کیدای سي مرگوني وي. په آلمان کي هرکال معمولاً د دیفتري د لږو پیښو په هکله رپوټ ورکول کیږي.

GP/NZ/AG