1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان: زرګونه د سوري زړه ماشومان د درملنې انتظار باسي

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۲ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، د زړه د سوري په ناروغۍ اخته څه باندې ۱۱ زره ماشومان د درملنې انتظار باسي.

https://p.dw.com/p/4PgSH
آرشیف: یوشمیر افغان ماشومان د درملنې لپاره روغتیاېې مرکزو ته راوړل شوې
آرشیف: یوشمیر افغان ماشومان د درملنې لپاره روغتیاېې مرکزو ته راوړل شوېانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د زړه سوري ماشومانو شمیر پکې زیات دی د افغان سرې میاشتي ټولنه وايي د هغه ماشومانو د درملنې پروسه به چټکه کړې چې په یاده ناروغۍ اخته دي او د عملیاتو انتظار باسي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرف زي دویچه وله سره د خبرو پر مهال وویل چې افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېرو ۱۲ کلونو کې تر ۲۴ زرو زیات ماشومان چې د زړه سوري ېې لرل ثبت کړي دي.

د ده په خبره: «تر ۱۲ نیم زره پورې د ماشومانو درملنه تر سره شوې ۱۱ زره انتظار باسې چې کله به یې درملنه وشې او همداراز د ۱۰۰۰ په شاوخوا کي ماشومانو د انتظار په موده کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

روغتیا پالان وايي، دا ناروغۍ په پرمخ تللو هیوادونو کي هم شته خو هلته یا د مور په نس کي او یا هم کله چې ماشوم ډیر وړوکی وي درملنه یې کیږې ځکه په پرمخ تللو هیوادونو کي دا یو نسبتاً معمولي جراحۍ ته اړتیا لري.

آلماني ډاکټران د ناروغو ماشومانو د تشخیص لپاره کابل ته ځي

د معلوماتو پربنسټ د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته هر ماشوم پر درملنه تر ۳۵۰۰ امریکاېې ډالره لګښت راځي نو ځکه خو دا د ډیرو افغانانو له وسه پوره نه ده او کلونه ېې ماشومان انتظار باسي ترڅو ورت د عملیاتو موقع برابره شي.

د بادغیس ولایت اوسیدونکی نظر محمد چې ۸ کلن زوې ېې د زړه سوری لري واېې پوره درې کاله کیږې چې د سرې میاشتې سره ثبت یوو خو لا تر اوسه یې ماشوم ته د دې زمینه نه ده برابره شوې چې عملیات یې تر سره شي.

هغه وايي زموږ مالي امکانات ډیر کم دي نشوو کولاې په شخصي لګښت یا د هیواده بهر د خپل اولاد درملنه وکړو نو په تمه ورته ناست یوو چې کله مو نوبت را رسیږې.

« زما زوی پنځه کلن وو موږ د لویدیځ زون په افغاني سره میاشت کي نوم لیکنه وکړه ترڅو د ناروغ درملنه مو وشې هغوې راته وویل چې د عملیاتو له پاره درباندي غږ کوو دوه کاله مخکې یوځل راته وویل شوه چې ماشوم به چین هیواد ته یوړل سې خو کله چې په هیواد کي تحولات راغلل زموږ سفر هم لغوه شوو»

آرشیف:انځور ښې چې یوشمیر افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لیږدول کیږي
آرشیف:انځور ښې چې یوشمیر افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لیږدول کیږيانځور: Habib Hussam

پوښتنه دا ده چې ولي ماشومان د زړه د سوري په ناروغۍ اخته کیږې د دې کار د مخنیوي له پاره کورنۍ په خاص ډول میندي باید څه وکړي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر غلام فاروق وايي،  ASD)) یا د سوري زړه ناروغۍ تر ډېره د مور په نس کي هغه وخت رامینځ ته کیږې کله چې ماشوم د تکامل په حالت کي وي او یاده ناروغۍ مادر زادي ده.

دا چې ولي زموږ په هیواد کي ډیر ماشومان د زړه سوری لري لامل یې دا دی د مور په بطن کي د ماشوم د نطفې تړلو له پیل څخه مور او ماشوم باید د ډاکتر تر نظارت لاندي وي چې زموږ ډیر خلګ دې پروسې ته لاسرسی نه لرې، بله خبره داده چې مور باید د حمل اخیستلو وروسته د ودې له پاره پوره ویټامینونه واخلې خواړه ې مغزي وي، په ژینیتیکي ډول د مور زړه باید ژوندی او قوې وي ځکه د ماشوم بدن د مور د بدن سره تړلی نو که مور په ښه حالت کي وي ماشوم هم د ډیرو تکلیفونو پرته وده کوي خو که مور ناروغه وي د دې امکان بیا ډیر دی چې ماشوم د مور په نس کي لازمه وده ونکړې او سالم ونه زیږول شي.

« کله چې د زړه د بطن او دهلیز ترمینځ په غشا کي پرده رامینځ ته شې نو بیا زړه په سم ډول خپله دنده نشې تر سره کولاې او په زړه کي سوری پاتې کیږې چې دې ته په طب کي ( ASD ) ویل کیږې په ډیرو ماشومانو کي د اې اس دي پرده تر پنځه کلنۍ پوري په خپله تړل کیږي خو ځینې ماشومان بیا جراجۍ ته اړتیا لري ترڅو دا سوری وتړل شي.»

د ډاکتر فاروق په خبره: دماشومانو په زړه کې د سوري شتون که ډېر کوچنی وي، ښايي د ژوند تر پایه پورې یې نښې او علایم معلوم نشې او د وخت په تېرېدو سره ښه کېږي، خو که همدا سوری لوی وي، دا بیا کولی شي په زړه کې غیر معمولي غږونه رامینځته کړي نو که چیرې ډاکټر د معاینې په جریان کې دا غږ ومومي، ماشوم باید په منظمه توګه معاینه شي تر څو د احتمالي ستونزو وژغورل شي او وروسته عمل شي.

د افغانستان په ګډون ۱۲ هيوادونو کې د میندو د خوارځواکۍ ډېرښت

 د روغتیاېې برخې کارپوهان تر ډیره بریده په دې نظر دي چې تر اوسه پورې لاهم په بشپړ ډول دا نه ده روښانه چې کوم ځانګړی عامل د ماشومام د زړه د سورې کیدو لامل ګرځي خو طبي څیړني ښې چې د امیندوارۍ پر وخت د مور بې احتیاطي ماشوم د زړه په سوري اخته کوي.

 د ویلو ده چې مخکې کلونه ډیر افغان ماشومان د زړه سورې د درملنې لپاره له هیواده بهر وړل کیدل خو اوس ویل کیږې دافغانستان په پلازمینه کابل او یوشمیر نورو ولایتونو کي هم دا عملیات تر سره کیږې.

د زړه سوري ماشومانو د درملنې له پاره تازه اسانتیاوې