1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

آلمان له غزې سره د ميليونو يورو سملاسي بشري مرستې چمتو کوي

۱۴۰۲ مهر ۲۸, جمعه

په غزې تراډه کې ناوړه بشري وضعيت ته په کتلو سره آلمان ۵۰ ميليونه يورو سملاسي بشري مرستې چمتو کوي. په دې اړه هم هیلې پر ډېريدو دي چې ښايي نن، د جمعې په ورځ د رفح بندر هم پرانيستل شي.

https://p.dw.com/p/4Xmhw
د آلمان د بهرنیو چارو وزيره انالېنا بېربوک له خپل اردني سيال سره
د آلمان د بهرنیو چارو وزيره انالېنا بېربوک له خپل اردني سيال سرهانځور: Kira Hofmann/photothek/picture alliance

په غزې تراډه کې د ناوړه بشري وضعيت له کبله آلمان له ملکيانو سره خپلې بيړنۍ مرستې ۵۰ میليونو يورو ته لوړې کړي دي.

د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، په عمان کې د خپل اردني سيال ايمان صفادي، سره په گډه د راڅرگنديدو پر مهال وويل چې په دې پېسو به له نړيوالو سازمانونو لکه د خوړو نړيوال پروگرام، يونيسف او د ملگرو ملتونو د فلسطيني مهاجرو د مرستې له پروگرام (يو ان آر ډبليو ای) سره مرسته وشي.

بېربوک په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د آلمان تمرکز پر دې دی چې له کړاو سره مخامخ ولس ته خواړه ورسوي او روغتيايي خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې ښه والی راشي.

هغې په خپلو خبرو کې زياته کړه: «موږ دې ته چمتووالی نیسو چې وکولای شو روغتيایي ډلې غزې ته وليږدوو او همدا راز د دې امکان برابر کړو چې سخت ټپي ماشومان تداوي کړای شو.»

بېربوک همدا راز د اردن له خوا له فلسطينيانو سره د پنځه ميليونو ډالرو سملاسي مرستې له کبله دغه هېواد وستایې. هغې وويل: «زه د سيمې پر ټولو او په ځانگړي توگه د فارس خليج پر هېوادونو غږ کوم چې دا مهم مثال تعقيب کړي.»

بېربوک د پنجشنبې په ورځ اردن، اسرائيل او لبنان ته په سفر تللې ده. له هغې سره ديپلوماته داېکه پوتڅل، هم مله ده چې په منځني ختیځ کې د بشري مرستو د برخې د ځانگړې استازې په توگه غوره شوې ده.

د حماس افراطي ډلي ترهګرو د اکتوبر مياشتي پر ۷ پر اسرئيل په يوه ستر بريد کې څه نا څه ۱۴۰۰ کسان ووژل او تر ۲۰۰ ډېر نور یې له ځانه سره غزې ته وتښتول چې يو شمیر آلمانان هم پکې شامل دي.

د مصر د مرستو کاروان غزې تراډې ته پر لار دی
د مصر د مرستو کاروان غزې تراډې ته پر لار دیانځور: REUTERS

دا د اسرائيل د تاريخ تر ټولو خونړۍ پېښه ده. اسرائيل د دې په غبرگون کې د فلسطينيانو د سيمو لارې وتړلې، هلته یې د تيلو، خوراکي توکو او اوبو انتقال منع کړ او پر غزې تراډې یې درنې حملې پېل کړې.

د حماس ډلې د سيمه ایزو چارواکو د معلوماتو په حواله په دې بريدونو کې تر اوسه ۳۷۸۵ کسان وژل شوي دي. حماس د آلمان د حکومت، اروپايي ټولنې او امريکا متحده ایالاتو له خوا د ترهگرې ډلې په توگه درجه بندي شوې ده.

رپوټ: اسرائيل غواړي ژر ځمکني عمليات پېل کړي

د رسنيو د رپوټونو په حواله د اسرائيل د دفاع وزير گالند، اسرائيلي عسکر په غزه کې د ځمکنيو عملياتو له پاره چمتو کړي دي. له عسکرو سره د خبرو پر مهال هغه ويلي: «په دې تړاو به امر وشي.»

رسنيو د گالند له قوله ويلي دي چې عسکر به ډېر ژر غزه وويني. کارپوهان  په غزه کې له کور په کور خونړۍ جگړې څخه خبرداری ورکوي.

د جمعې په ورځ غزې ته د مرستو د رسېدو تمه

د حماس تندلارې ډلې او اسرائيل ترمنځ د جگړې له پېلېدو کابو دوې اونۍ وروسته ښايي نن، جمعه غزې تړاډې ته لومړنۍ بشري مرستې ورسيږي.

په دې موخه د مصر او د فلسطينيانو د سيمو ترمنځ په رفح بندر کې د سړک ويجاړه شوې برخه هم رغول شوې ده. رفح غزې ته د داخليدو يوازنی هغه لاره ده چې د اسرائيلو په کنترول کې نه ده.

د عيني شاهدانو په حواله له څو ورځو راهېسې په «رفح کې ۱۵۰ لارۍ» چې غواړي غزې ته مرستې ورسوي، په انتظار دي. د سرحد بل لوري ته دمگړۍ په لسونو فلسطينيان هم مصر ته د اوښتو په انتظار دي.

د رفح بندر د پرانيستو په تړاو د امريکا ولسمشر جو بایدن، او د مصر رئيس جمهور عبدالفتاح السيسي يوه توافق ته رسيدلي ول. تر دې دمخه اسرائيل چې د حماس تر بريد وروسته یې غزې ته ټولې لارې تړلې وې، د بايدن په غوښتنه د توکو انقتال ته اجازه ورکړه. د بایدن په حواله په لومړي سر کې ۲۰ په مرستو بار لارۍ غزې ته د اخليدو اجازه لري.