1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خپلو ټولو سرحدونو موقتي کنترول اعلان کړ

۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د دغه هیواد په ټولو سرحدونو کي موقتي کنترول پراخوي. برلین وايي چي دغه ډول اقدام د غیر قانوني مهاجرت او د داخلي امنیت د ساتني له پاره مهم دی.

https://p.dw.com/p/4kTAo
Deutschland Bundespolizei Symbolbild
انځور: Revierfoto/Revierfoto

د جرمني د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزر، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د دغه هیواد په ټولو مځکنيو سرحدونو  کي د مسافرینو پاسپورټ تر ارزونی لاندي نیول کیږي.

دغه سرحدي کنترول په داسې حال کې رامنځته کیږي چي د غیر قانوني مهاجرت د محدودولو په اړه بحثونه روان دي، تر څو له ویزې پرته آلمان ته د خلکو د ننوتلو مخه ونیول سي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د دغه کنترول په هکله څه وویل؟

فیزر زیاته کړې ده چي دغه سرحدي کنترول له سرحد څخه آخوا د غیرقانوني مهاجرتونو د محدودولو او د اسلامپاله  ترهگرو ډلو او جنايي سازمانونو له گواښونو سره د مقابلې د هلو ځلو د یوې برخې په هدف رامنځته سوی دی.

نانسي فیزر وویل: « موږ د خپل هیواد د خلکو د ساتني له پاره، هر هغه څه چی ورته اړتیا وي، ترسره کوو. موږ د ټاکلو اقداماتو له لارې د خپل داخلي امنیت د پیاوړي کیدو په حال کي یوو او د غیرقانوني مهاجرت په وړاندي خپل سخت دریځ ته ادامه ورکوو.»

د جرمني د حکومت د سرچینو د معلوماتو له مخي، نانسي فیزر، مخکي له دې د دغو اعلان سوو اقداماتو په هکله اروپايي ټولني ته خبر ورکړی وو.

آلمان  له ډنمارک، هالنډ، بلجیم، لوکزامبورگ، فرانسې، سویس، پولنډ، اتریش او چک جمهوریت سره څه د پاسه ۳۷۰۰ کیلومتره گډه پوله لري.

ټول دغه هیوادونه د شینگن  د سیمې غړي هیوادونه دي چی معمولاً په هغوی کي د سفر کولو پر وخت هیڅ ډول محدودیت او کنترول موجود نه دی.

دآلمان  حکومت د پناه غوښتنې د عریضو د مخ پر زیاتیدونکو غوښتونو پر وړاندي د غبرگون په توگه د اول وار له پاره، تیر کال له اتریش، چک جمهوریت، پولنډ او سویس سره په سرحدونو کي لا سخت کنترول عملي کړ. که څه هم لنډ مهاله کنترولونه اعلان سوي وه، خو برلین هغه په وار وار سره تمدید کړي دي.

ولې اوس؟

د جرمني په زولینگن ښار کي د چړې تر برید وروسته چي پکښي درې ووژل سول، په تیره بیا په آلمان کي د مهاجرت او پناه غوښتني د سیستم په هکله بحثونه تاوده سوي دي. شکمن بریدگر چي یو سوریایی  وو، باید بلغاریا ته اخراج سوی وای، خو د اخراج پر وخت په خپل ځای کی نه وو.

د خلکو اندېښنو ته په پام کي نیولو سره، د جرمني ائتلافي حکومت د بایرن د مسیحي سوسیال او مسیحي دیموکراټ اتحاد د اپوزیسیون له محافظه کاره گوندونو سره د غیرقانوني مهاجرت د مهارولو په هکله سلامشورې کړي دي.

د مهاجرت  ضد افراطي ښی اړخه گوند (د آلمان له پاره بديل) د تورینگن په ایالتي انتخاباتو کي ډېري رایې په لاس راوړې او په زاکسن ایالت کي یې دوهم ځای خپل کړ.

د سوسیال دیموکراټ گوند په براندنبورگ کي په راتلونکو دوو اونیو کي ایالتي انتخاباتو کي له یوې آزموینې سره مخامخ دي. د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او نانسي فيزر له یوه گوند څخه دي. اوسنی فدرالي ائتلافي حکومت له سوسیال ډیموکراټ، زرغون او آزاد ډیموکراټیک گوندونو څخه جوړ سوی دی.

GP/NZ/AG