1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: تېر کال تر دوه میليونه ډېر مهاجر راغلي

۱۴۰۲ تیر ۷, چهارشنبه

د آلمان د فدرالي احصايې ادارې په حواله په ۲۰۲۲م کال کې آلمان ته د بل هر کال په پرتله ډېر کډوال راغلي. د دې کسانو ډېره برخه د اوکراين مهاجر دي. په دغه کال کې د افغان کډوالو شمیر هم لوړ وو.

https://p.dw.com/p/4T9Ay
په آلمان کې اوکرايني کډوال
په آلمان کې اوکرايني کډوالانځور: Hannibal Hanschke/Getty Images

د آلمان د فدرالي احصايي ادارې د رپوټ له مخې چې د سه شنبې په ورځ یې خپور کړی دی، ويل شوي چې په ۲۰۲۲م کال کې تقريباً ۲،۶۷ ميليونه کسان آلمان ته داخل شوي دي چې دا د بل هر کال په پرتله لوړ شمیر دی.

همدا شان زياته شوې ده چې په دې موده کې بیا ۱،۲ دوه میليونه کسان له دې هېواد څخه کډه شوي هم دي چې په دې ترتيب په آلمان کې د مهاجرو په شمير کې د ۱،۴۶ ميليونو کسانو خالص زياتوالی راغلی دی.

اړونده موضوع: «ځيني افغانان د بې وزلۍ له کبله له هيواده وتلي دي»

د احصايي ادارې په دې رپوټ کې ویل شوي دي چې د مهاجرو په شمير کې د ډېروالي اصلي علت د اوکراين جګړه ده چې کابو ۱،۱ میليون اوکراينيان یې آلمان ته پناه راوړلو ته مجبور کړل.

 زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په ۲۰۲۱م کال کې بيا آلمان ته د ټولو راغلو مهاجرو شمیر ۱،۳۲ میليونو وو او همدا راز ۹۹۴ زره کسان له دې هېواد څخه وتلي ول.

د اوکراین کډوالو اکثريت یې آلمان ته د ۲۰۲۲م کال د مارچ او می میاشتو ترمنځ موده کې راغلل، يعني پر اوکراين د روسیې د يرغل لږه موده وروسته. خو بيا له اګست میاشتې څخه د دې کډوالو شمیر په تدريجي ډول ټيټ شو.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

له سوریې، افغانستان او ترکیې څخه د راتلونکو کسانو شمیر هم د ۲۰۲۱م کال په پرتله په ۲۰۲۲م کال کې ډېر شوی وو.

اړونده موضوع:د کډوالو نړیواله ورځ: د کډوالو کړاونه ډېر شوي

 د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو څخه د راتلونکو په شمير کې هم لږ زياتولی راغلی وو. آلمان ته د اروپايي ټولنې د مهاجرو زیاتره یې د رومانیا، پولند او بلغاريه وګړي دي.

آلمانان هم نورو هېوادونو ته کډه کيږي

د هغو آلماني تابعیت لرونکو شمير هم په ۲۰۲۲م کال کې ډېر شوی دی چې له دې هېواد څخه کډه کيږي. په ۲۰۲۲م کال کې د دې کسانو شمير ۸۳۰۰۰ ته رسیدلې وو په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱م کال ۶۴۰۰۰ له آلمانه کډوال شوي ول.

د آلماني کډوالو اصلي هدفونه سويس، اتريش او امريکا متحده ایالات دي.

د شمیرو پر اساس په آلمان کې دننه هم بيا تر یو میليون ډېر کسان د دغه هېواد په ۱۶ فدرالي ایالتونو کې یې له يوه څخه بل ته تللي دي.

له پلازمينې برلين او سويل لویدیځ ایالت بادن وورتمبیرګ هر يوه څخه کابو لس زره کسان د براندنبورګ ایالت ته چې برلين ته څيرمه پروت دی، تللي دی.

ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: