1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او کینیا د کډوالۍ تړون لاسلیک کړ

۱۴۰۳ شهریور ۲۴, شنبه

آلمان او کینیا د مهاجرت یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د ختیځې افریقا د دغه هیواد مسلکي کارګرانو ته اجازه ورکړل شي چې د اروپا په لوی اقتصاد کې ژوند او کار وکړي. دغه رازدا تړون د رد شویو پناه غوښتونکو اخراج هم آسانوي.

https://p.dw.com/p/4kcuz
دغه هوکړه په برلین کې لاسلیک شوه.
دغه هوکړه په برلین کې لاسلیک شوه.انځور: epd

د مهاجرت دغه تړون د جمعې په ورځ د آلمان په پلازمېنه برلین کې لاسلیک شو.د آلمان لومړي وزیر اولاف شولڅ، په برلین کې د کینیا له ولسمشر ویلیم روتوه د هرکلي په ترڅ کې وویل چې دغه تړون به له آلمان سره مرسته وکړي، ځکه چې دا هیواد د زړو کسانو له ډیرښت او مسلکي  کارګرانو د کمښت ستونزه لري.شولڅ وویل: «زموږ د سوکالۍ بنسټ نړۍ ته په پرانیستو دروازو کې دی.»

د آلمان صدراعظم وویل، کینیا د معلوماتي ټکنالوجۍ  په برخه کې د پام وړ مسلکي کسان لري. نوموړي زیاته کړه چې د ډیر مهارت لرونکي کارګران او ځوانان به ډیر ژر آلمان ته د کار او حرفوي زده کړو لپاره راشي.

د کینیا  ولسمشر د مهاجرت او د کار د خوځښت په اړه د دغه هر اړخیز مشارکت تړون هرکلی وکړ، هغهتړون چې په وینا یې « دا به په کینا کې د ځوانانو د تیښتې» مخه ونیسي.روتو زیاته کړه: «موږ کولی شو د خپلو ځوانانو نوښت، خلاقیت، انرژي، استعداد او پوهه د آلمان له پانګونې، ټیکنالوژۍ او سرچینو سره یوځای کړو او داسې پایله وړاندې کړو چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي.»

شولڅ  وویل چې دا تړون «د هغو کسانو لپاره د بیرته ستنیدو  مؤثره کړنالاره هم چمتو کوي چې له کینیا څخه آلمان ته راغلي خو دلته د اوسیدو حق نلري یا یې نه شي ترلاسه کولی.»

آلمان له هند او ګرجستان سره په ۲۰۲۲ کال کې د مهاجرت په اړه ورته تړونونه کړي.
آلمان له هند او ګرجستان سره په ۲۰۲۲ کال کې د مهاجرت په اړه ورته تړونونه کړي.انځور: Maja Hitij/Getty Images

د کینیا ولسمشر وویل: «دا چوکاټ موږ ته فرصت راکوي چې د غیرقانوني کډوالۍ مخه ونیسو. ځکه چې ناقانونه کډوال هم زموږ او هم  د آلمان لپاره ستونزې جوړوي.»

که څه هم کینیایان په آلمان کې د پناه غوښتونکو کسانو لږ شمیر جوړوي، خو دا تړون د غیر معیاري مهاجرینو بیرته ستنیدل هم اسانه کوي.

جرمني په پراخه کچه د سوریې، افغانستان او همدارنګه د اوکراین د جګړې له کبله د کډوالو کوربتوب کوي. غیرقانوني کډوالي تل په آلمان کې یوه سیاسي مسله او د بدلون ټکی دی، چیرې چې د اسلامپالو بریدونو وروستۍ څپو ټولنیزه ویره رامنځته کړې او د آلمان لپاره د ښي اړخه بدیل ای اف ډي (AFD) ګوند د ودې لامل شوی.

آلمان له هند او ګرجستان سره په ۲۰۲۲ کال کې د مهاجرت په اړه ورته تړونونه کړي او پلان لري چې په راتلونکې اونۍ کې چې شولڅ ازبکستان ته د تګ تکل لري، د مرکزي آسیا له دغه هیواد سره بل تړون هم لاسلیک کړي.

دغه راز برلین له کولمبیا، ګانا، قرغزستان، مالدووا، مراکش او فیلیپین سره د ورته تړونونو د ترتیب له پاره خبرې اترې او مذاکرات په مختلفو پړاونو کې دي.

په آلمان کی د مهاجرو له پاره د مسلکی زده کړو چانسونه

Rsh/Nk/ZN/KH (AFP)