1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کینیا باندي سخته وچکالي راغلې ده

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د کینیا پر شمال باندي سخته وچکالي راغلې او سیمه یې ډیره ځپلې ده. تر ټولو دمخه بیا د کوچیانو رمې ورڅخه ډیري کړیږي.

https://p.dw.com/p/4IhBb
Kenia Lebensgrundlagen durch Überschwemmungen und Kälte im Norden verloren
انځور: BAZ RATNER/REUTERS

خو د سیمي څخه باریدل او کډه کول هم گټه نه رسوي. د یوې کوچئ، اکالالا په خبره د هغوی ټوله بُزې مړې سوي دي. او هغو کسانو هم چي تر ډیرو لیري ځایونو پوري یې خپلي رمې بیولي دي، واښه ندي پیدا کړي. په خبره یې »د سږکال وچکالي تربل هر وخت خرابه ده«. دمخه به هغه او د ده په ډول نورو کوچیانو د رمو څخه ژوند کاوه،  چي ورته به یې شیدې او غوښي ورکولې. خودغه کوچۍ، چي د تورکانا په قبیلې پوري اړه لري او د نورو ډیرو کوچیانو په ډول د رمو څخه ژوند کوي، وايي، چي »اوس ډیر دردونکی او کړونکی حالت« دی.