1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ډاکټران د ناروغو ماشومانو د تشخیص لپاره کابل ته ځي

شکیلا ابراهیم خیل | عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ بهمن ۴, سه‌شنبه

د افغان سرې میاشتې اعلان کړی چې د جرمني د «سولې کلي» ځيني ډاکټران د فبرورۍ مياشتي په لومړیو کې کابل ته ځي. دغه ډاکتران به هغه ماشومان تشخيص کړي چې سخت سوځیدلي وي او يا د هډوکو له ناروغۍ سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4Md5f
آرشیف: د جرمني په یوه روغتون کي د افغان ماشوم درملنه کیږي
آرشیف: د جرمني په یوه روغتون کي د افغان ماشوم درملنه کیږيانځور: DW

د افغان سرې میاشتې ټولنه چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، په خپله ټویټر پاڼه کې خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د آلمان د »سولې کلي« یو شمېر ډاکټران د روان کال د فبرورۍ له ۹ مې تر ۱۴مې پوري د ماشومانو د درملنې او تشخیص له پاره کابل ته ځي او د هغه کسانو تشخیص به وکړي چې لویه سلنه د بدن برخي یې سوځیدلې او یا یې هم هډوکي مات شوې.

دې موسسې د هغو ماشومانو له کورنیو څخه چې په شدیده سوځیدنه او د هډوکو د ماتیدو په ناروغۍ اخته دي، غوښتي چې له خپلو ماشومانو سره دې ادارې ته مراجعه وکړي.

د دې ناروغو ماشومانو عمرونه باید له یو څخه تر یوولسو کلونو پورې وي. خو د دې بنسټ چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاملرنه موسسه هم په افغانستان کې خپل فعالیت له سره پیلوي

د سولې کلي بنسټ آلماني ډاکټران هڅه کوي چې له افغانستان څخه آلمان ته د دارنګه ناروغو ماشومانو د انتقال زمینه برابره کړې تر څو په آلمان کي ېې درملنه وسي.

باید وویل شې چې په وروستيو کلونو کې دغې ادارې ته د ماشومانو راتګ ډېر شوی دی. له ۴۰ کلونو راهیسې له افغانستان او نورو جنګ ځپلو هېوادونو څخه ناروغ ماشومان دغه مرکز ته لېږدول کېږي او په جرمني کي ېې درملنه کېږي.

د افغانستان روغتونونه په سینه­ بغل ناروغۍ اخته ماشومانو ډک دي

د آلمان د سولې کلی یو خیریه بنسټ دی چې له څو کلونو راهیسې له افغاني سرې میاشتې سره د ناروغو ماشومانو د درملنې په برخه کې همکاري کوي.

د دغو همکاریو په پایله کې تر اوسه په آلمان کې د څه باندې ۴۰۰۰ افغان ماشومانو درملنه شوې ده.