1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

د افغانستان روغتونونه په سینه­ بغل له اخته ماشومانو ډک دي

۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

په افغانستان کې د روغتيايي برخي چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله په سینه ­بغل ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه لوړ شوی دی. دوی وایي چې د دې زیاتوالي لامل د کورونو د تودولو په برخه کې د خلکو بېوزلي ده.

https://p.dw.com/p/4Lo1B
Afghanistan Kabul | Krankenhaus, Kinder mit Lungenentzündung
انځور: Ali Khara/REUTERS

د کابل د اندرا ګاندي روغتون د سینه­بغل ناروغي ته ځانګړې شوې څانګه کې درې یا څلور ماشومان پر یوه چپرکټ کې بستر دي. د دوي والدین دې وضعیت ته اندېښمن دي او د ګوتو په شمار د روغتون کارکوونکي پر ماشومانو نظارت کوي.

ناڅاپه چغي راپورته کېږي. محمد چې د یوې میاشتې ماشوم دی، نور نه شي کولای ساه واخلي او شونډې یې د شنې کېدو وضع ته رسېدلې دي. د هغه تره چې ډېر وارخطا دی، ماشوم په یوه شنه کمپله کې راخلي او دوه منزله ښکته بېړنې څانګې ته يې وړي. په داسې وخت کې چې د روغتون له زینې څخه ښکته کېږي، د ماشوم مور په ژړا ژړا ورپسې روانه ده.

په بېړنې څانګه کې ډاکترانو د محمد په پزه کې د اکیسجن تیوب وصلوي او وایي چې تر رغیدو پورې پنځه ورځي وخت ته اړتیا شته.

د ماشوم مور د خپل زوی څنګ ته ناسته ده او وایي چې خاوند یې خپله دنده له لاسه ورکړې او دوی نشي کولای خپل کور ګرم کړي. هغه خپل ماشوم ته چې نشي کولای ساه واخلي ګورې او وایي: «داسې احساس کوم چې زما د زړه حرکت هم بند شوی دی.»

په افغانستان کې د ساړه موسم په پیل کې روغتونونه له داسې ناروغانو ډک دي چې که کورنۍ یې د کور ګرمولو اسانتیاو ته لاسرسی پیدا کړي، ښايي هېڅکله له ورته ناروغیو سره مخ نه شي.

Afghanistan Kabul | Krankenhaus, Kinder mit Lungenentzündung
دوه میاشتینی محمد پر سینه بغل اخته دیانځور: Ali Khara/REUTERS

٢٢ کلنه مريم چې سور جمپر يې اغوستی، له خپل ماشوم سره په سړه خونه کې ناسته ده او د روغتون د سينه بغل له وارډ څخه تر درې ځله رخصتېدو وروسته هم ټوخيږي.

هرکله چې مريم خپل لس مياشتنى زوى رحمت له ګرم روغتون څخه کور ته راوړي، ګوري چې هغه بيا ناروغ دى. د هغه مور او پلار وايي چې دوی د کوټې تودولو له پاره چې په نیمه شپه کې سخته یخېږي هر هغه څه چې په واک کې لرل مصرف کړي دي.

مريم وايي: «زه ډاريږم. دا یوازې د ژمي پیل دی. زه نه پوهیږم څه به کیږي؟»  نوموړې زیاتوي چې کورنۍ یې یوازې د ډبرو سکرو یوه لږه برخه اخیستلای شي او وروسته له هغه چې مېړه یې دنده له لاسه ورکړه، دوی اړ شول چې د ورځني خوراکي توکو مصرف کم کړي.

له نیمه طبي زده کړو فارغې شوي نجونې کار غواړي

دا کورنۍ د افغانستان د نورو ډېرو کورنیو په څېر د کور د تودولو توان نه لري. ډېری وختونو دوی باید د کور تودولو او د خوراکي موادو اخیستلو ترمنځ یوانتخاب کړي.

ډاکټران او مرسته کوونکي وايي چې د سړې هوا او خوارځواکۍ له امله زرګونه ماشومان په سینه بغل او نورو تنفسي ناروغیو اخته او په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د مرسته کوونکو نهادونو د معلوماتو له مخې دا بحران د زیاتېدو په حال کې دی. په مرستندویه سازمانونو کې د ښځو پر کارکولو بندیز د دې لامل شوی چې د ژمي په سختو میاشتو کې ۱۸۰ نړیوال سازمانونه خپل فعالیتونه وځنډوي. دغو بنسټونو ویلي دي چې په دغه محافظه کار هېواد کې له ښځینه کارکوونکو پرته ښځو او ماشومانو ته خپل خدمات نه شي وړاندې کولای.

Afghanistan Kabul | Krankenhaus, Kinder mit Lungenentzündung
ډاکټران وايي چې د سړې هوا له امله زرګونه ماشومان په سینه بغل او نورو تنفسي ناروغیو اخته شوي.انځور: Ali Khara/REUTERS

په ۲۰۲۱م کال کې د پخواني نظام له نسکوریدو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا هیواد له اقتصادي بحران سره مخ شو او تر نیمایي زیات نفوس یې پر بشري مرستو متکي وو.

په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون د داخله څانګې مشر سید محمد عارف حسنزی وايي: «زموږ ناروغان د پخوا په پرتله زیات شوي او لامل یې اقتصادي وضعیت دی.»

د دغه روغتون شمېرې ښيي چې په نومبر میاشت کې یاد روغتون ته څه باندې ۶۷۰۰ په سینه بغل، ټوخي، ساه لنډۍ او نورو تنفسي ستونزو اخته ماشومان وروړل شوي دي. په داسې حال کې چې تېر کال په همدې میاشت کې دا شمېرې ۳۷۰۰ ښودل شوی وو.

د سره صليب نړيواله کمېټه چې په افغانستان کې د يو شمېر روغتونونو ملاتړ کوي وايي چې د ژمي په را رسېدو سره د تېر کال په پرتله تر پنځو کلونو کښته ماشومان چې په سينه بغل اخته دي ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند لوسین کرسټین وویل: «سږ کال خلک د ماشومانو په ګډون د سینه بغل له امله مري.» هغه زیاته کړه، خوارځواکي د ماشومانو د دفاعي سیستم په کمزوره کولو کې هم ونډه لري.

مرستندویو سازمانونو ویلي دي چې د هوا ککړتیا دا وضعیت لا خراب کړی ځکه چې خلک د خپلو کورونو د تودولو له پاره له پلاستیک او نورو لري اچول شویو کثافاتو څخه کار اخلي.

په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د سقوط ویره څومره حقیقي ده؟