1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

آلماني شرکت د لیوپارد۱ ټانک اوکراین ته ورکوي

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

راین مېټال شرکت اوکراین په لیوپارد۱ ټانک سمبالوي. د دغه ټانک تیارول ښایې په میاشتو وخت ونیسي. عيني حال کې اردوغان وایي د اوکراین د غلو دانو د صادراتو تړون «په غربي هېوادونو پورې تړلی دی.»

https://p.dw.com/p/4Uzhl
Deutschland | Kampfpanzer vom Typ Leopard 1
انځور: Thomas Imo/photothek/picture alliance

د جرمني شرکت راین مېټال په پام کې لري چې اوکراین ته نور جنګي ټانکونهپه واک کې ورکړي. د دې شرکت ویاند اعلان کړی چې د بلجیم له یوه شرکت څخه یې ۵۰ زاړه «لیوپارډ۱» ټانکونه پېرلي او غواړي چې په جبهې کې یې د بیا ځل کارونې لپاره چمتو کړي.

د «OIP Land Systems » بلجیمي شرکت اجرایوي مشر ګارډین بریټانیایي ورځپاڼې ته ویلي چې د جګړې ډکز ته د دغه ډول ټانکونو تیارول ښایي شپږ میاشتي وخت ونیسي.

دا ټانکونه زاړه دي. ځینې ​​​​یې د بیا رغول کېدو قابلیت نه لري او یوازې ځینې برخې یې د نظامي وسایطو لپاره کارول کېدای شي. د هغو ټانکونو شمیر چې د سپارلو وړ دي، اوس مهال ۳۰ ته رسېږي.

د آلمان د «هندلزبلاټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، راین مېټال په پیل کې غوښتل چې د سویس د رواګ د وسلو له کمپنۍ څخه د «لیوپارډ۱» ټانکونه واخلي، خو له دې امله چې سویس د خپلو بې پرې قوانینو له کبله د صادرولو اجازه ورنکړه، یاد شرکت د نورو انتخابونو په لټه کې شو.

«لیوپارډ۱» د« لیوپارد۲»مخکیني ټانکونو ډول دی چې اوس مهال د آلمان د پوځ لخوا کارول کیږي. د دې ټانکونو څو ماډلونه تر دې مخکې د ناټو له زیرمو څخه اوکراین ته لېږل شوي دي. دا هېواد پر خپله خاوره د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره پر لوېدیځو نظامي تسلحاتو تکیه کوي.