1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیپري: آلمان خپل پوځي لګښتونه ډیر لوړ کړي دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

په نړیواله کچه تل په پوځي تجهیزاتو پیسي لګول کیږي. د سیپري د رپوټ له مخې امریکا او چین په دې برخه کې تر ټولو مخکي دي. خو تیر کال په ۱۵ مخکښو هیوادونو کې د آلمان په څیر بل هیڅ کوم هیواد هم خپل پوځي لګښتونه نه دي لوړ کړي.

https://p.dw.com/p/3bTYk
Symbolbild | Deutschland | Militär
انځور: picture-alliance/dpa/P. Schulze

په ۲۰۱۹م کال کې په نړیواله کچه ۱۹۱۷ میلیارده امریکایي ډالر پر پوځي تجهیزاتو یا دفاعي چارو لګول شوي دي. په ستاکهلم کې د سولې نړیوال څیړنیز انستیتوت (سیپري) په خپل تازه کلني رپوټ کې ویلي دي چې دا له ۱۹۸۸م کال کې راهیسې تر ټولو لوړ لګښتونه دي. زیاته شوې ده چې په عین وخت کې دغه څه د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۳،۶ سلنه ډیروالي ښيې. آلمان په ۲۰۱۹م کال کې له هغې څخه دمخه کال په پرتله خپلو پوځی لګښتونو کې لس سلنه ډیروالی راوستی دی. د لومړیو ۱۵ مخکښو هیوادونو په ډله کې کوم بل هیواد د آلمان په څیر خپل پوځي لګښتونه دومره نه دي لوړ کړي. آلمان په ټوله کې ۴۹،۳ میلیارده ډالر پر پوځي لګښتونو مصرف کړي دي.

مکس موتشلر، چې د بون د سولې او شخړو په تحقیقاتي مرکز کې د تجهیزاتو په برخه کې څیړنې کوي له دویچه ویله سره په خبرو کې د ناټو د دوه سلنې هدف بحثونو ته اشاره وکړه. د ناټو پوځي ائتلاف په ۲۰۱۴م کال کې په خپله سرمشریزه کې پریکړه کړې وه چې ټول غړي باید د لسو کلونو په موده کې دې هدف ځان نزدي کړي چې د خپل داخلي ناخالص تولید دوه سلنه پر دفاع ولګوي. د دغه کار پوه په خبره «د ترمپ تر ادارې دمخه هم پر آلمان فشار راوړل شوی وو، چې خپل پوځي لګښتونه لوړ کړي. دغه فشار اوس خپلې اغیزې ښيې. خو سړی باید دا ووایي چې لګښتونه اوس هم په څرګند ډول له دوه سلنې هدف څخه لیرې دي.»

روسیې ته د ګواښ په سترګه کتل کیږي

د سیپري تحقیق کوونکی دیګو لوپېس دا سیلوا، وایي چې د آلمان د پوځي لګښتونو لوړیدل په دې پورې هم اړه لري چې «روسیه یو ځل بیا د یوه ګواښ په توګه انګیرل کیږي». د ۶۵،۱ میلیارد ډالرو په لګولو سره روسیه څلورم ځای لري. دغه لګښت د روسیې د داخلي ناخالص تولید کابو څلور سلنه جوړوي. په پرتلیز ډول په تیر میلادي کال کې آلمان د خپل داخلي ناخالص تولید ۱،۳۸ سلنه پر دفاعي چارو مصرف کړې ده.

د لوپېس دا سیلوا، له پاره دا خبره روښانه ده چې د برلین حکومت د روسیې له لوري د ممکنه ګواښونو د اټکلولو په هکله یوازې نه دی. د ناټو نو ډیر غړي هیوادونه هم تحولات ډیر په دقت سره څاري. پایله یې د سیپري په رپوټ کې څرګنده ده: له ۱۵ مخکښو هیوادونو څخه چې زیات دفاعي لګښتونه یې کړي دي چې شپږ یې د ناټو غړي دي. د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، فرانسې او بریتانیې ترڅنګ ایټالیا او کاناډا هم په دغه ډله کې شامل دي. که چیرې د دغو هیوادونو لګښتونه په پام کې ونیول شي، نو په نړیواله کچې د پوځي لګښتونو نیمایي برخه جوړوي. په ټوله کې د ناټو غړو هیوادونو په ۲۰۱۹م کال کې ۱۰۳۵ میلیارده ډالر پر دفاعي چارو لګولي دي.

امریکا متحده ایالات او چین

د سیپري د رپوټ له مخې امریکا متحده ایالات او چین یو ځل بیا په تیر میلادي کال کې د پوځي لګښتونو په برخه کې تر ټولو مخکې دي. زیاته شوې ده چې متحده ایالاتو په ۲۰۱۹م کال کې ۷۳۲ میلیارده ډالر لګولي دي، چې په نړیواله کچه د پوځي تجهیزاتو له پاره د ټولو لګښتونو ۳۸ سلنه جوړوي. د ۲۰۱۸م کال په پرتله لوړ شوي پوځي لګښتونه په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان د ټولو پوځي لګښتونو سره برابر دي. په تیرو دواړو کلونو کې د متحده ایالاتو پوځ ۱۶۰۰۰ نوي پرسونل ګمارلي او د دې ترڅنګ یې وسلې هم عصري کړي دي.

د سيپري رپوټ وايي چې د متحده ایالاتو د پوځي لګښتونو لوړیدل له چین سره هم تړلي دي. چین چې د دفاعي لګښتونو په برخه کې تر متحده ایالاتو وروسته دوهم ځای لري په تیر کال کې یې په پوځي لګښتونو کې څرګند ډیروالی راغلی دی. د ۲۰۱۸م کال په پرتله د چین دفاعي لګښتونو کې پنځه سلنه ډیروالی راغلی چې په ۲۰۱۹م کال ۲۶۱ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسیږي. له ۱۹۹۴م کال راهیسې پيکینک په دوامداره توګه خپل پوځي لګښتونه لوړوي. یوازې له ۲۰۱۰م کال راهیسې په کې ۸۵ سلنه ډیروالی راغلی دی.

هند تر سعودي عربستان مخکې شوی

د چین ترڅنګ د هند پوځي لګښتونه هم د پام وړ دي. دغه آسیایي هیواد په ۲۰۱۹م کال کې خپل لګښتونه کابو اووه سلنه لوړ کړي چې ۷۱،۱ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسیږي. د سیپري د تحقیق کوونکي زیمون وییڅمن په نظر تر هر څه لومړی دغه څه له جیوپولیتیک چاپیریال سره تړلي دي: «د ګاونډیو هیوادونو پاکستان او چین سره ترینګلی وضعیت اصلي علتونه دي چې د هند حکومت خپل پوځي لګښتونه دومره لوړ کړي دي.»

د نړۍ نورو هیوادونو څومره پوځي لګښتونه کړي؟

په اصطلاح د لویو لوبغاړو په پرتله د نړۍ د نورو هیوادونو پوځي لګښتونه کمرنګه دي. د سویلي امریکا هیوادونو یوازې ۵۳ میلیارده امریکایي ډالر مصرف کړي دي. د دغو پیسو یوازې نیمایي یي برازیل هیواد لګولي دي. په سویل ختیځ آسیایي هیوادونو کې پوځي لګښتونه ۴۱ میلیارده امریکایي ډالرو ته رسیږي او د افریقا لوی وچې هیوادونو پوځي لګښتونه بیا ۴۲ میلیارده ډالر دي.