1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

په خيبر پښتونخوا کې د طالبانو د بيرته راتګ په اړه اندېښنې

۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې د طالبانو د منع شوې ډلې د نوي سره د ځان د منظمولو او ځينو سيمو ته د ستنېدو خبرونو يو شمیر کړۍ اندېښمنې کړي دي. په ځينو سيمو کې د طالبانو د بيرته راستنېدو پر ضد احتجاجونه هم شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FSXk
Graben an der Grenze von Afghanistan nach Pakistan
انځور: DW/A.G. Kakar

انتقاد کوونکي په دې آند دي چې د طالبانو له راستنېدو سره په هېواد کې د بې ثباتۍ ستونزه يو ځل بيا را ولاړېدلای او امنيتي مسايل ډيريدلای شي. خو ځيني سياسي ګوندونه بيا له دغه ډلې سره د خبرو اترو پلوي هم دي.

په ځينو سيمو کې د طالبانو پر شتون پرون، پنجشنبه د پاکستان د پارلمان ځينو استازو هم اندېښنه څرګنده کړه او د دفاع وزير خواجه آصف په پارلمان کې دا خبره هم ومنله چې د خیبر پښتونخوا په ځینو سيمو کې خلکو د هغوی د شتون پر ضد په مظاهرو هم لاس پورې کړی دی.

خواجه آصف دا هم ومنله چې په قبايلي سيمو کې بې ثباتي مخ پر زياتېدو ده او دا چې دا يوازې يوه ایالتي نه بلکې ملي مسئله ده.

په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه لاس پر لاس کيږي چې وسله وال له خلکو د باج د اخيستو هڅې هم کوي. په دې وروستیو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ایالتي پارلمان پر يوه غړي بريد ته هم د باج اخيستنې سره تړاو ورکول کیږي.

دا هم د ويلو ده چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې (ټي ټي پي) او پاکستاني چارواکو ترمنځ پر مذاکراتو د پاکستان سيکولر او پښتني ملپالې کړۍ له يو څه مودې راهيسې اندېښنې ښيي. د مذاکراتو په ترڅ کې پاکستاني علما او د قبايلي مشرانو استازو هم کابل ته سفرونه کړي او هلته یې د ټي ټي پي له مشرانو سره ليده کاته کړي دي.

داسې انګېرل کیږي چې په کابل کې واکمن طالبان د دې مذاکراتو منځګړيتوب کوي. د دې خبرو اترو يوه مهمه غوښتنه دا ده چې د پخوانۍ فاټا يا د وفاق تر کنترول لاندې قبایلي سيمو پخوانی حيثيت دې بيرته پر ځای کړل شي. د طالبانو د دې غوښتنې په اړه هم د پاکستان ځينو سیاسي ګوندونو اندېښنه څرګنده کړې ده. خو د طالبانو تر غوښتنو زيات اوس د هغو د شتون په اړه بحثونه ډېر تاوده دي او يو شمير کړۍ په دې آند چې د ټي ټي پي بیرته فعاليدل به د هېواد له پاره يو خطر وي.

طالبان: د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ منځګړیتوب کوو

خو د پاکستان حکومت دا خبره روښانه کړې ده چې د تحريک طالبان پاکستان سره به هیڅ داسې کوم تړون ونه شي چې د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.

حکومت هم دې موضوع ته اشاره کړې ده چې په پاکستان کې به هیڅ کومې ډلې ته د دولت د حاکميت د ننګولو اجازه ور نه کړل شي او نه به هم کومې وسله والې ډلې ته په هېواد کې د فعاليت اجازه وي.

«عام خلک ويره لري»

د پېښور د سيمې فعال او شنونکی ډاکتر سيد عالم محسود وايي چې د طالبانو د راستنېدو خبرونو خلک ويرولي دي. نوموړي د دويچه ويله اردو سره په مرکه کې وويل: «زموږ خلک ويره لري چې يو ځل به بيا د پښتنو په سيمو کې اور تود او د وينو لښتي وبهول شي. يو ځل به بيا امنيت خراب شي او طالبان به خلک هدف ګرځوي.»

Pakistan Mohmand Bombenanschlag auf Markt mit 105 Toten
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

نوموړي وويل چې موږ ته ویل شوي ول چې دغه خلک [طالبان] له منځه وړل شوي دي خو اوس بيرته سوات، ملاکنډ او نورو سيمو ته راوستل کيږي.

د غښتلو ګامونو پورته کولو غوښتنه

ځيني انتقاد کوونکي په دې آند دي چې په ماضي کې هم حکومتونو له طالبانو سره يو شمير هوکړې کړي دي چې دغه څه د طالبانو د پياوړي کيدو باعث شوي او تر هغه وروسته هغوی د دولت حاکميت ننګولی دی او په زرونو پاکستانيان یې وژلي او اقتصاد ته یې سخت زيان رسولی دی.

سيد عالم محسود وویل چې که د هغوی [پاکستاني طالبانو] پر ضد په سم وخت کې ګامونه پورته نه شي نو وضعيت به د سوات د پخواني وضعيت په څېر شي: «زموږ غوښتنه دا ده چې له هغوی سره مذاکرات ودريږي او پر ضد یې فوري اقدامات باید ترسره شي که نه وخت به تېر شي او زيان به یې خلکو ته ورسيږي.»

«زموږ سيمو ته طالبان راغلي دي»

تندلارتوب او د وسله والو فعاليتونو د خيبر پښتونخوا او پخوانۍ قبايلي سيمې کابو ټولې برخې اغیزمن کړې وې خو تر ټولو زيات زيان د ملاکنډ سيمې ته رسېدلی وو چېرې چې طالبانو نه يوازې د دولت حاکميت ننګولی وو، بلکې هلته یې يو موازي حکومت هم جوړ کړی وو.

تر ۲۰۰۸م کال وروسته د عوامي نيشنل ګوند ايالتي حکومت له هغوی سره يو تړون وکړ، خو دغه تړون کامياب نه شو او وروسته بيا پوځي عملیات ترسره شول.

د سوات د سيمې يوه سياسي فعال د نوم نه بربنډولو په شرط وويل: «طالبان زموږ غرنيو سيمو ته راغلي دي. کله چې پوليس هلته ورغلل نو پر پوليسو یې ډزې وکړې او ټپيان یې کړل.»

دې سياسي فعال وويل چې طالبان وايي چې مشران یې د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي او دوی ته ويل شوي چې بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي او هلته دې په خپلو کورونو کې ميشت شي. دی ادعا کوي چې کله طالبانو ته وويل شول چې د غرونو پر ځای دې خپلو کورونو ته ولاړ شي او هلته دې عادي ژوند پېل کړي نو هغوی هیڅ ځواب نه درلود.

دا سياسي فعال وايي چې دمګړۍ د هغو طالبانو چې سوات ته راغلي دي، دريځ بدل شوی دی: «هغوی پوليسو او پوځ ته خپل پوليس او پوځ وايي. دې وسله والو تر اوسه عادي خلکو ته زيان نه دی رسولی او تر غرنیو سيمو پورې محدود پاته دي.»

ولي د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ پر مذاکراتو نیوکې کیږي؟

په دې منځ کې د خيبر پښتونخوا په يو شمیر سيمو کې د طالبانو د شتون په اړه سترې مظاهرې ترسره شوي دي. د اګست پر ۱۷مه نېټه په سوات کې يوه ستره ولسي جرګه په نظر کې نيول شوې ده. همدا راز د خيبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم دا ډول جرګې جوړيږي.

مذاکرات باید ترسره شي

په پاکستان کې يو شمیر سياسي ګوندونو بيا له طالبانو سره د خبرو اترو پلوي کوي. د جميعت علما اسلام ګوند يوه مشر محمد جلال الدين چې د دغه ګوند د مرکزي شورا غړی هم دی، وويل چې په ټوله نړۍ کې له وسله والو سره خبرې اترې ترسره کيږي. هغه دويچه ويله ته وويل: «امريکا له افغان طالبانو سره مذاکرات وکړل. بریتانيا د آيرش ريپبلکن آرمي له ډلې سره خبرې اترې وکړې نو له ټي ټي پي سره هم مذاکرات ترسره کيدلای شي. خو دا خبرې ترې د اساسي قانون له خوا په ټاکل شوي چوکاټ او حد کې باید ترسره شي.»

ب. ص/ ن. ز (دويچه ويله اردو)