1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

ولي له پاکستاني طالبانو سره د حکومت پر مذاکراتو نیوکې کیږي؟

۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه

افغان طالبان د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د منځګړي رول لوبوي، خو په دغه سویلي آسیایي هیواد کې د بشري حقونو ډیري فعالانو پر دغو خبرو اترو نیوکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4FEH2
Symbolbild Pakistan Taliban Geiselnahme
انځور: Getty Images/AFP/C. Khan

د پاکستان حکومت له ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره ډیرې پيچلې اړیکې لري، په داسې حال کې چې دغه وسله واله ډله بیا له افغان طالبانو سره ډیرې نږدې اړیکې لري.

اسلام آباد په ۲۰۰۸ م کال کې پر ټي ټي پي بندیز ولګاوه. دغه وسله واله ډله په پاکستان کې دننه د مختلفو ترهګریزو بریدونو په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴م کال کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي د برید په برخه کې مسئول پيژندل کیږي. په دغه برید کې د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۴۹ تنه وژل شوي و.

پاکستاني طالبانو د دغه هیواد پر نظامي پوستو هم بریدونه کړي دي، چې له امله یي پر ضد د دغه هیواد په پوځ کې سخته نارضایتي موجوده ده. په ۲۰۱۲م کال کې دغې وسله والې ډلې ملاله یوسفزۍ هم په ډزو ویشتلې وه. ملالې ته وروسته په خپل پلارنۍ ټاټوبي سوات کې تعلیم یا ښوونې او روزنې ته د ودې ورکولو د کوښښونو له کبله د نوبل جایزه ورکړل شوې وه.

له همدې امله کله چې پاکستاني چارواکو له ټي ټي پي سره د سولې خبرو اترو د پیلولو پریکړه وکړه، نو دغه پریکړه په پاکستان کې په پراخه کچه وغندل شوه.

سمدلاسه د اوربند امکان نشته

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر واګې تر ولکې وروسته راهیسې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او اسلام آباد ترمنځ خبرو اترو کې د منځګړي رول لوبولی دی. تر اوسه پورې په کابل کې د خبرو اترو څو دوره ترسره شوي دي، خو د پام وړ نتیجې ته نه دي رسیدلي.

په می میاشت کې د مذاکراتو په پایله کې د ټي ټي پي د لسګونو جنګیالیو او قوماندانو د خوشې کیدو په بدل کې پر «دایمي اوربند» موافقه شوې وه، خو د شنونکو په باور اوس هم په پراخه پيمانه او پرله پسې ډول دغه موافقه تر پښو لاندې کیږي.

د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان یوه غوښتنه دا ده چې د افغانستان له پولې سره د فاټا قبایلي سیمو د نیمه خپل واکمنۍ حیثیت دې بیرته دغو سیمو ته ورکړل شي. اسلام آباد په ۲۰۱۸م کال کې د ښې حکومتولۍ په خاطر فاټا د دغه هیواد له سویل ختیځ ایالت خیبر پښتونخوا سره یوځای کړی و.

دغه سیمه د وسله والو له پاره یو محفوظ پټنځای ګڼل کیږي چې د سرحدي پولې له دواړو خواو څخه خپل فعالیتونه ترسره کوي.

د کړکیچ د ختمولو له پاره تیره اونۍ له پاکستان څخه د علماو یوه اته کسیزه ډله کابل ته تللې وه، خو دغې جنګې ډلې په خپل دریځ کې هیڅ ډول نرمښت ښکاره نه کړ.

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

نه عملي کیدونکي غوښتنې

د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې د ټي ټي پي غوښتنې د پاکستان حکومت له پاره د منلو وړ نه دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې ملیحه لودي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «پاکستان له ټي ټي پي سره د ۱۴ کلونو راهیسې روانه جګړه ختمول او په سرحدي سمیه کې د امنیت ټينګښت غواړي. له دې امله یی له دغې جګړه مارې ډلې سره د خبرو اترو پریکړه وکړه او افغان مشران یي منځګړي کړل.»

نوموړې زیاته کړه چې «دغه خبرې تر مایوسه کوونکي اندازې پورې سست او له ستونزو سره مل دي.  د ټي ټي پي په مهمو غوښتنو کې فاټا ته بیرته د هغې پخواني حیثیت ورکول، په سیمه کې د شرعي قانون پلي کول او له سرحدي سیمو څخه د پاکستاني پوځ وتل دي.»

په واشنګټن کې له تهنک ټینک څیړنیز مرکز څخه د سویلي آسیا د چارو کارپوه مائیکل کوګل من د دغو مذاکراتو پایلو ته ډیر هیله مند نه دی.

نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ټي ټي پي د [سپوږمۍ] غوښتنه کړې ده او فکر نه کوم پاکستان دې دغه غوښتنه ومني. بل لور داسې نه ښکاري چې ټي ټي پي دې د هیڅ ډول مراعات ورکولو اراده ولري، خو که سره له دې هم که کومه موافقه کیږي، بیا هم د دې خبرې امکان ډیر لږ دی چې هغه دې پر خپل ځای پاتې شي. په تیرو وختونو کې مونږ لیدلي دي چې د دا ډول تړونونو سربیره ټي ټي پي یو وار بیا تشدد ته مخه کړې ده.»

کوګل من زیاته کړه: «د دې خبرې تصور کول هم ناممکنه دي چې اسلام آباد دې د فاټا د ادغام پریکړه بدله کړي، ځکه که داسې وشي دا به د ټي ټي پي ډیره لویه بریا وګڼل شي. له کمزورې حکومتوالۍ او کمزوري حکومتي پریکړې څخه به وسله ولې ډلې د خپل ځواک زیاتولو او خپلې خوښې یا نظر عملي کولو له پاره ډیره ښه موقع ترلاسه کړي او زه فکر کوم چې اسلام آباد به هیڅ کله هم دې ته تیار نه وي.»

پاکستان ولي له ټي ټي پي سره موافقې ته دومره لیواله دی

په اسلام کې د ستراتیژیکو چارو کارپوه سمن رضوان دویچه ویله ته وویل: «پاکستان اړ شو چې له ټي ټي پي سره مذاکرات پیل کړي، ځکه په هیواد کې د بریدونو شمیر زیات شوی دی. او د دې وضعیت د کنترولولو له پاره بله بدیله لاره هم نه وه.»

د تیرو څو میاشتو راهیسې د پاکستاني پوځ پر ضد د ټي ټي پي په بریدونو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی. د اپریل په میاشت کې د دغې جګړه مارې ډلې په برید کې د افغانستان پولې ته نږدې ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

پاکستاني پوځ له افغانستان سره په پوله یو اوږد سیمې دیوال جوړ هم غځولی دی، خو سره له دې هم د دغو بریدونو مخه نه ده نیول شوې. ملیحه لودي وایي چې ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان د اسلام آباد او افغان طالبانو ترمنځ د اختلافاتو سبب هم کیږي.

د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوي کابل ته تللی

هغې وویل: «پاکستان له کابل سره د ګډې همکارۍ پر بنسټ اړیکو هیله لري، خو په راتلونکي کې دغه اړیکې کیدای شي له آزموېنو څخه باید تیر شي. د دې علت دا دی چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته اسلام آباد په پرله پسې ډول له سرحد څخه د پورې غاړې ترهګریزو بریدونو په اړه خپله انديښنه شریکه کړې ده. دوی هیله درلوده چې د طالبانو حکومت به له پاکستان سره د دغه هیواد د لویدیځو سرحدونو د امنیت په برخه کې مرسته کوونکي ثابت شي، خو داسې ونه شول. د ټي ټي پي پټنځایونه په افغانستان کې موجود دي او هغوې له هغه ځایه بریدونه کوي.»

په هډنس انیستیتوت کې د سویلي او منځنۍ آسیا د چارو مشر او په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په دې نظر دی چې که کومه موافقه رامنځته نه شي، نو کیدای شي اسلام آباد په افغانستان کې دننه د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو هوايي حملې وکړي.

هارون جنجوعه: ش.ن/ ا.و.ا