1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين د اقتصاد رکود د المان پر اقتصاد جدي اغېز کوي

۱۴۰۲ شهریور ۹, پنجشنبه

د چين د اقتصادي ودې کمېدو د جرمني پر صنعتونو او بازارونو هم اغېز کړی او د جرمني له دغه مهم بازار سره سوداګري په پرله پسې توګه کمه سوې ده. د المان دا کار د کرونا بحران او د دواړو هیوادونو ترمنځ د خړوپړو اړیکو پایله ګڼي.

https://p.dw.com/p/4Vnsa
Deutschland München | Chinas Premierminister Li Qiang besucht die Siemens-Zentrale
انځور: Ding Haitao/Xinhua News Agency/picture alliance

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې چين ته د المان صادراتد تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۸ سلنه کم سوي دي. په ځینو مواردو کې، د وارداتو کمښت حتی د ۶.۱۶ فیصده څخه ډیر سوی. د المان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې د مشر فولکر ترير په وينا، له چين سره د دغه هېواد خړي پړي اقتصادي اړيکې د چين له اقتصادي رکود څخه ډېرې اغېزمنې سوې دي. د المان رسنیو ګروپ ته د هغه د لومړني راپور له مخې، «په ټولیز ډول، په المان کې نږدې یو میلیون دندېچین ته پر صادراتو تکیه کوي

د چين اقتصادي وده له ۲۰۰۷م کال  څخه تر ۲۰۱۱م کلونو پورې طلايي دوره (۱۰٪ او حتی ۱۴٪ د يو څه مودې له پاره) نه ده تجربه کړې. د دغه هېواد د اقتصادي ودې کچه تر ۲۰۱۹م کال پورې له شپږ څخه تر اتو سلنې پورې راکښته سوې وه، د کورونا د وبا پر مهال ډیره را ټيټه سوه او بیا په ۲۰۲۱م کال کې د کرونا د دورې د بحران په پرتله ۵،۸ سلنه وده تجربه کړه. خو دغه بهیر دوام ونه کړ او په تېره بیا سږ کال په بازارونو کې چې پر دغه هېواد تکیه کوي ډېرې اندېښنې راپارولې دي.

Indien I  Chinatown (Tiretti Bazaar) in Kolkata - BG: An Indo-Chinese love affair
انځور: Mahima Kapoor/DW

د آلمان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د بهرنۍ سوداګرۍ مشر وايي، د چين اقتصاد تر اوسه د کرونا له بحران څخه نه دی وتلی او خلک لا هم د پېرلو په اړه ډیر محتاط دي.

چین ته د الماني صنعت اړتیا

المان خامو موادو ته اړتیا لري لکه نادر منرالونه (سیلیکون یا ټایټانیوم) او نور پروسس سوي خام مواد لکه کوبالټ یا لیتیم محصولات چې د دې موادو اصلي عرضه کوونکی په عمده توګه چین دی.

نه یوازې د المان کلاسیک صادراتي سیمې لکه د موټرو صنعت، کیمیاوي صنعت یا میخانیکي انجینري د چین له اقتصادي کمزورتیا څخه متاثره سوي، بلکې په مهمو برخو کې لکه د انرژۍ او د اقتصاد ډیجیټل کولو په برخه کې پر چین باندې تکیه په ځانګړې توګه ډیره لوړه ده. د دې سیمې اړتیاوې له چین څخه نه واردیږي، المان نسي کولی ژر تر ژره د دې له پاره بدیل ومومي.

د دې ټولو سره سره،ټریر د المان شرکتونوله پاره د ودې فرصتونه هم ګوري. حتی که چین غواړي په کور دننه خپل تولید زیات کړي، نو دا به پر بهرنۍ ټیکنالوژۍ تکیه وکړي. د هغه په ​​وينا، راتلونکې دوه لسيزې د دغه هېواد له پاره له دوه تر پنځو سلنې کمزورې او د پام وړ وده ښيي.

ص.ذ/ن.ز