1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د زرغون ګوند مشر: پر چین باید د آلمان تکیه کمه شي

۱۴۰۱ مرداد ۸, شنبه

امید نوري پور روسیې ته د نړۍ د دیموکراسۍ د تر ټولو ستر سیستماتیک رقیب په سترګه نه ګوري، بلکې د ده په اند چین په دې برخه کې تر ټولو لوی سیال دی. هغه ټینګار کوي چې آلمان باید پر چین خپله تکیه را کمه کړي.

https://p.dw.com/p/4EuJa
Containerschiff im Hamburger Hafen, Hamburg,
انځور: Rupert Oberhäuser/picture alliance

امید نوري پور چې د آلمان د زرغون ګوند یو له مشرانو څخه دی، وایي چې چین نسبت روسیې ته د نړۍ د دیموکراسۍ له پاره یو له تر ټولو سترو سیستماتیکو رقیبانو څخه دی.

نوموړي د شنبې په ورځ د آلمان د بایرن رسنیزې ډلې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې چین په روانه پيړۍ کې د لویدیځ له پاره یو له سترو جیو ستراتیژیکو ننګونو څخه دی.

امید نوري پور وویل: «له دې امله مونږ باید د همکارۍ له ټولو پوتنشیلونو څخه استفاده وکړو، ځکه د بیلګي په توګه مونږ نه شو کولی له چین پرته چاپيریال وژغورو. له بل اړخه مونږ باید بی له دې چې اړیکې پرې کړو، په چټکۍ سره د چین پورې خپلې وابستګۍ راکمې کړو.»

د زرغون ګوند دغه غړی غواړي چې د چینایي درملو د انحصار په برخه کې د پام وړ کمښت رامنځته شي. نوري پور د درملو د محصولاتو په برخه کې د اروپایي اومه موادو پر ستراتیژۍ د تمرکز زیاتولو غوښتنه کوي.

هغه وویل: «په اروپا کې د درملو ۶۸ سلنه خام مواد په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له چین څخه واردیږي. دغه ستونزه د کرونا ویروس وبا خپریدو له پیلیدو سره راڅرګند شوه. خو تر اوسه پورې په دې برخه کې هیڅ کار نه دی شوی چې دغه وابستګي له منځه یوړل شي. دا د اورلګیدنې د خطر په څیر دی».

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح