1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني طالبانو اوربند پای، افغانستان او سیمې ته څه لري؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي له حکومت سره تر پنځه میاشتني اوربند وروسته خپل بریدونه پيل کړي، له ځینو سیاستوالو سره دا اندېښنه هم شته چې ښايي پوځ په همدې پلمه قبایلي سیمو کې د سختدریځو ډلو پرضد بيا چاڼیز عملیات پيل کړي.

https://p.dw.com/p/4KIoL
Pakistan I Anschlag in Quetta
انځور: Banaras Khan/AFP

پاکستاني طالبانو دوې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې له اسلام آباد سره يې د سولې اوربند پای ته رسولی او خبرداری یې ورکړ چې په ټول هېواد کې به لوی بریدونه وکړي.

د ټي ټي پي او د پاکستان حکومت ترمنځ په تېره جون میاشت کې اوربند وشو چې شاوخوا پنځه میاشتې یې دوام وکړ. 

پښتونخوا او د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خطر زنګ

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ له دویچه ویله سره په ځانګړې مرکه کې تور ولګاوه چې د پاکستان حکومت ټي ټي پي ته د مذاکراتو په نوم لار ورکړه او پښتونخوا ته یې راوستل:

«د افغانستان اړوند چې د پاکستاني ریاست کومه پالیسي ده په هغې کې یې بدلون نه دی راوستی او ترڅو پورې چې په دې پالیسۍ کې بدلون نه وي راغلی، طالب به هلته هم وي او دلته هم اوس د هغې تسلسل دلته راغی، بل د مذاکراتو په نوم یې دوی ته لار ورکړه او په ټوله پښتونخوا کې یې خپاره کړل، کنه په بنسټیز ډول دا د هماغه سکریپټ برخه ده چې د کوم له مخې په افغانستان کې طالب ته حکومت حواله شو.»

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د دغه غړي په وینا اوس یو ځل بیا پاکستاني طالبان د یوه «پلان» له مخې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې ځای پر ځای کیږي، چې پاکستاني پوځ ته یو ځل بیا په همدې سیمو کې د پوځي عملیاتو پلمه په لاس ورشي: «موږ پخوا دا ویلي ول چې دا د طالب راوستلو یو پلان دی، چې یو ځل یې دلته راولي، دلته یې آباد کړي او بیا دوی ووايي دلته آپریشن کوو، وطن خالي کړي چې دغسې وضعیت ته قوم او ولس تیار نه دی.»

خو د پاکستان حکومت تل ویلي دي چې د ترهګرۍ سره روانه جګړه کې له تېرو څو لسیزو قرباني ورکوي.

اړوند مطالب:قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو د نفوذ پراخیدو ضد اعتراضونه

پر افغانستان یې اغیز

هاخوا یوشمېر افغان شنونکي وايي چې د پاکستان حکومت سره د ټي ټي پي اوربند په ماتېدو او تر هغې یوه ورځ وروسته کوټه کې ځانمرګی برید د افغانستان وضعیت هم اغیزمنولی شي.

سیاسي شنونکي محمد اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل، پاکستان د افغانستان پولي ته څېرمه قصدا هم د ناامنیو ډېرولو په هڅه کې دی: «زه فکر کوم که هرڅومره په سرحدي سیمو کې ناامني زیاتیږي او د تحریک طالبان پاکستان په نوم عملیات ډېریږي، دلته پاکستاني استخباراتو ته فرصت مساعدیږي چې دوی د افغانستان په خاوره کې دننه ځیني عملیات ترسره کړي.»

پاکستاني طالبانو شاوخوا ۵ میاشتې مخکې په افغانستان کې د واکمن طالب حکومت په کوربتوب او منځګړیتوب د سولې خبرې پيل کړې وې.

اړوند مطالب:ولي د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ پر مذاکراتو نیوکې کیږي؟

د رپوټونو له مخې، پاکستاني طالبانو له حکومت سره د سولې او اوربند غځولو له پاره د ټي ټي پي زندانیانو خوشې کول، د شریعت نافذول او له قبایلي سیمو د پوځ وتل د بنسټيزو شرطونو په توګه مطرح کړي.

سیاسي شنونکي ډاکټر هاشم دانش دویچه ویله ته وویل، د پاکستان حکومت تراوسه د تحریک طالبان هیڅ شرط نه دی پرځای کړی، ځکه د بریدونو لړۍ پيل شوه:

«د شهباز شریف او عمران خان ترمنځ اختلافات او د ټي ټي پي تازه پیل شوي فشارونه د پاکستان سیاسي ثبات ته خطرناکه ضربه رسولی شي.»

د دغه کارپوه په وینا د پاکستان وروستی سیاسي بې ثباتۍ د دغه هېواد یو موټی پوځ هم د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

پاکستان/بلوچستان مرکز کوټه کې ځانمرګی برید
پاکستان/بلوچستان مرکز کوټه کې ځانمرګی بریدانځور: Arshad Butt/AP/picture alliance

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د بلوچستان مرکز کوټه کې ځانمرګي برید دوه پولیس او یوه ماشوم په ګډون څلور کسه وژلي.

د بلوچستان ځايي چارواکو ویلي دي چې د کوټې ښار په بلیلي سیمه کې دغه ځانمرګي برید د ۲۱ پولیسو په ګډون ۲۷ کسان ټپيان کړي هم دي.

د اوربند ختمولو وروسته دا د پاکستاني طالبانو لومړی برید دی.