1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن د افغان ښځو د اقتصادي ملاتړ پلان لري

محمد ابراهيم مهدوي
۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبه

په داسې حال کې چې افغان مېرمنې په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي، امریکا متحده ایالاتو د افغان ټولنې د دې برخې د اقتصاد د ملاتړ لپاره د یو نوښت د پیلولو اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4HD2H
Afghanistan - Widerstandsrat I Kabul
افغان ښځې انځور: Ali Khara/File Photo/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۰ مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې په څنډه کې له یو شمېر مدني فعالانو سره په کتنه کې د واشنګټن نوی پلان چې د «افغان ښځو د اقتصادي مقاومت لپاره اتحاد» نومېږي، اعلان کړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ د بلينکن له خولې ليکلي: »موږ ټول نن دلته د یو ځانګړي هدف لپاره راټول شوي يو او هغه دا دی چې یو نوی نوښت پیل کړو: »د افغان میرمنو اقتصادي مقاومت اتحاد«.

په خوست کې څه باندې څلور زره ښځو ته د کار زمینه برابره شوې

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا طرحه د سوداګرۍ، بشري او مدني ټولنې په برخو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بوستون پوهنتون ترمنځ د عامه - خصوصي مشارکت په توګه په افغانستان او دریمو هیوادونو کې د افغان میرمنو لپاره د متشبثینو، کارموندنې او د زده کړې فرصتونو ته د ودې ورکولو موخه لري.

تر اوسه د دغه پلان د پلي کولو څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وياند دفتر ویلي، چې د دغه پلان موخه »د خصوصي سیکتور او مدني ټولنې د ژمنو ګړندي کول دي چې په راتلونکو پنځوو کلونو کې د افغانستان یو میلیون ښځو او نجونو ته تعلیم ورکړي.«

بلینکن وويل، له هغه وخته چې طالبانو واک ترلاسه کړ، دغې ډلې په افغانستان کې د ښځو حقونه سخت محدود کړي او د دوه لسيزو هغه پرمختګونه يې شاته وغورځول چې افغان ښځو د نړيوالې ټولنې په ملاتړ کړي وو.

طالبانو د ښځو حقونو د نقض په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړ

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ويلي: »طالبانو د ښځو د فعاليت آزادي سلب کړي، نجوني يې ښوونځيو ته له تلو منع کړي دي او ډيری ميرمنې د خپل خونديتوب په خاطر له هيواد څخه تيښتي ته اړ شوي دي. هغوی په نویو هیوادونو کې د خپل ژوند په تنظیمولو کې له ډیرو ننګونو سره مخ دي.«

د تېر کال په اوږدو کې په افغانستان کې یو شمېر ښځو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو پر ضد لاریونونه تر سره کړل خو د طالبانو له خوا وځپل شوې.

له دې سره سره د امریکا د متحدو ایالتو د بهرنیو چارو وزیر د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

افغان ښځې ملګرو ملتونو ته: «موږ یې حذف کړي يوو»

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې د افغانستان خلکو تر ټولو ناوړه اقتصادي وضعیت تجربه کړ. فقر په تیرو شلو کلونو کې د ټولنې د بیلا بیلو طبقو په منځ کې تر بل هر وخت زیات شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې طالبانو نه یوازې د ښځو ژوند محدود کړی، بلکې ټول افغانان یې د اقتصادي ناورین سره مخ کړی دی.

هغه وویل، که ښځو ته د زده کړې او د کار اجازه ورکړل شي نو هغوی کولای شي د افغانستان له اقتصاد سره د يو ميليارډ ډالر مرسته وکړي.

افغان مېرمنې چې د هېرېدو احساس کوي او له ډېرو ننګونو سره مخ دي، د امریکا دغه پلان ته د خپلې ښې راتلونکې له پاره هیله مندي دي.

م.م: نړۍ باید افغان ښځې او ماشومان «هېر نه کړي»

صدیقه مشتاق، چې د ښځو د حقونو یوه فعاله ده، دویچه ویله ته یې وویل: »هغه څه چې موږ د دې پلان په اړه ترلاسه کړل د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره د اقتصادي ملاتړ پلان دی.« نوموړې زياته کړې: »په داسې حال کې چې ټولې دروازې د افغان ښځو پر مخ تړلې وي، دا پلان هیله بښونکی ښکاري. که څه هم د دغه پلان  پلي کیدو ته ډیر وخت پاتې دی خو بیا هم د میرمنو له پاره یو شین څراغ دی.«

مشتاق وايي، که څه هم د دې پلان د پلي کېدو پر وړاندې ګڼې ننګونې او محدودیتونه شته، خو ټینګار کوي، چې عملي کول یې ناشوني نه دی او دا به د ښځو پر ژوند هرو مرو مثبت اغیز ولرې.

زموږ له آرشيف څخه:

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي