1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې څه باندې څلور زره ښځو ته د کار زمینه برابره شوې

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبه

په خوست کې کونډو او بې سرپرسته ښځو ته يوه داسي پروژه پېل شوې چې په ترڅ کې به یې د چرګانو فارمونه او کوچني باغونو ورته جوړ شي. خوست کې د طالبانو چارواکي وایي چې په دې پروژه کې به څلورنیم زره ښځو ته د کار زمینه برابره شوي.

https://p.dw.com/p/4HBdY
Afghanistan Alltag in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

په خوست کې د طالبانو ادارې د اقتصاد رئیس انجینر شهزاده پیر دویچه ویله ته وویل، دا پروګرام د کورنۍ باغدارۍ تر عنوان لاندې د خوست په مرکز او ۷ ولسوالیو کې عملي کیږي، چې موخه يې د ښځو ملاتړ او د هغوی د کورنیو اقتصادي خوندیتوب دی.

نوموړی وایي، یاد پروګرام د ناروې کمیټې له لورې تمویلیږي او هغو بې سرپرسته ښځو ته به پکې د کار زمینه برابره شي چې په کورونو کې د ګټې وټې څوګ نه لري.

په خوست کې د ناروې کمېټې ولایتي مسؤل انجینر الف جان خیالزي دویچه ویله ته وویل، چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې په کلیوالي سیمو کې ښځو ته د کار زمينه برابره شي.

هغه وایي: «په مرکز متون، ګربزو او مندوزیو ولسوالۍ کې پنځه سوه کورنۍ انتخابوو او هغوی ته کورنۍ باغچې او باغونه جوړوو، د سبزۍ تخمونه او باغدارۍ وسایل ورکوو. په تڼیو ولسوالۍ کې مو پنځه سوه کورنۍ انتخاب کړې دي، چې هغوی ته د چرګو هګۍ ورکوو او د چرګانو ساتلو فارم ورته جوړو، څو له دې لارې ښځې خپل عاید ترلاسه کړي.»

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې پر ښځو بیلا بیل بندیزونه وضع شوي دي
د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې پر ښځو بیلا بیل بندیزونه وضع شوي ديانځور: Wakil Kohsar/AFP

په ننگرهار کي ښځو ته د بڼوالۍ زمينه برابره سوې

نوموړی زیاتوي، چې د نړیوال بانک په مالي مرسته یې د خوست په مختلفو ولسوالیو کې یوه بله پروژه هم پیل کړې ده، چې سلګونه ښځې به پکې په کار بوختې شي: «دغه پروژه په موسی خېلو، نادرشاه کوټ،صبریو، تیریزیو، باک، سپېره او قلندر ولسوالیو او د خوست مرکز اداري واحد شمل کې پیل شوې ده، چې د کورنیو باغچو په برخه کې ۴ زره او ۱۱۸ ښځې په ګوته کوو، باغچې ورته جوړوو او د سبزۍ په کرلو کې ورسره مرسته کوو.»

یو شمېر ښځې دغه پروګرام ته خوشاله دي او وایي، چې اوس به په خپله د خپلې کورنۍ خرڅ پوره کوي.

د تڼیو ولسوالۍ یوې اوسیدونکې ماریا چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري دویچه ویله ته وویل: «اوه کاله کیږي، چې خاوند مې مړ شوی، هيڅ چاره مو نه وه. اولادونو مې مکتب پریښودو. ما ته یې د چرګانو فارم راکړی، په دې سره ما ته کار پیدا شو.»

افغانستان: د ښځوخطرناک ژوند

خو د خوست په یو شمېر سیمو کې بیا ځینې ښځې د دغسې پروګرامونو څخه ناراضه دي او وایي، چې تر ډېره په اړیکو او پیژندګلوۍ داسې ښځو او  کورنیو ته کار کیږي، چې تر ډېره مستحقې نه وې.

بي بي خدیجه د خوست اسماعیل خېلو ولسوالۍ اوسیدونکې ده او وایي، چې په بیا بیا یې هڅه کړې ده، چې د مؤسسو په مرسته په خپل کور کې د چرګان فارم جوړ کړي، خو چا ورسره هیڅ مرسته نه دي کړي.

په کندهار کې یو نانوای چې د ښځو له خوا چلیږي
په کندهار کې یو نانوای چې د ښځو له خوا چلیږيانځور: M. Usman Barakat

خدیجې دویچه ویله ته وویل، څو ځلې یې دولتي ادارو ته عرضې کړې خو چا یې غږ نه دی اوریدلی: « زه کونډه یم او اولادونه مې کوچني دي د کار نه دي. ما ډېر غوښتل چې په کور کې د چرګانو فارم جوړ کړم، چې په هګیو پلورلو یې پیسې وګټم، خو چا راته جوړ نه کړو. ولایت مقام ته مې عرضه وکړه، زراعت ریاست ته مې عرضه وکړه، موږ څوک دفتر ته هم نه ورپریږدي.»

د طالبانو په واکمنیدو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه سخت شوې دي، په دولتي ادارو کې ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او دغه راز له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ یې د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د کار کولو په اړه د ښځو نااميدي

د خوست مرکز متون یوه اوسیدونکي چې پخوا یې دولتي دنده لرله اوس پر کور شوې ده. هغه غوښتنه کوي، چې که طالبان ورته دندې نه ورکوي، حرفوي پروژې دې ورته پیل کړي، تر څو دوی په کورونو کې کار وکړي او د خپلې کورنۍ خرڅ پوره کړي.

دغه مېرمن وایي: «ښکلي دنده مې وه، یو معاش مې لرلو، بل چا ته اړه نه وم، په خدای که اوس هیڅ هم لرو. خپلوان او دوستان مرسته کوي، خو کار ونه کړم، اخر به څه کم، خیرات ته به ناسته وم او یا سوال وکړم؟»

په خوست کې د طالبانو ادارې د اقتصاد رئیس انجینر شهزاده پیر وایي چې  عادي بشري مرستې د خلکو ستوونزې نشي هوارولی او غوښتنه کوي، چې موسسات دې د خلکو له پاره اقتصادي او تولیدي پروژې پیل کړي، چې بې سرپرست او بې وزله کورنۍ پر پښو ودریږي او په خپله د خپلو کورنیو عاید وګټي او پر ځان بسیا شي.

که څه هم طالبانو په بیا بیا ژمنه کړې ده چې ښځي ته به د اسانتیاو په رامنځته کولو سره په حجاب کې دولتي دندو ته د تګ اجازه ورکړي، خو تر اوسه هیڅ مېرمنې ته اجازه نه ده ورکړل شوي او دغه راز د نجونو ښوونځیو دروازې هم تړلې پاتې دي.