۴۰۰ زره د پناه غوښتنليکونه لا نه دي فيصله سوي
۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سهشنبه
په آلمان کي د پناه د هغوی غوښتنليکونو شمېر مخ په زياتېدو دی، چي تر اوسه يې په هکله د قبولۍ يا نه قبولۍ فيصله نه ده سوې. د آلمان د کورنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۸مه نېټه) په برلين کي وويل چي د فبرورۍ په مياشت کي د يادو غوښتنليکونو شمېر ۳۹۳۱۵۵ ؤ. دا د هغه باوجوده چي په آلمان کي د پناه غوښتنې او کډوالۍ د ادارې د کارکوونکو په شمېر کي په تيرو مياشتو کي زياتوالی راوستل سوی دی.
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا د کډوالۍ له پاره په فډرالي اداره کي د زياتو اصلاحاتو او کارکوونکو د شمېر د زياتولو باوجوده د نه کتل سوو غوښتنليکونه شمېر په تيرو مياشتو کي زيات سوی دی. خو ياد وزارت ويلي چي چارواکي په دې توانېدلي چي په تيرو وختونو کي د پناه غوښتني د فيصلو په شمېر کي زياتوالی راولي.
ويل سوي چي د روان مېلادي کال په لومړيو دوو مياشتو کي د کډوالۍ له پاره فډرالي ادارې ۱۰۰ زره د پناه غوښتنليکونه فيصله کړي دي. د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر ويلي چي په دوو مياشتو کي د فيصله سوو دغو غوښتنليکونو شمېر تر هغه زيات دی چي تېر کال په لومړيو پنځو مياشتو کي فيصله سوي ول.
دې ميزېر زياته کړې: «خو موږ تر اوسه لا د خپل هدف پر لور د لاري پای ته نه يو رسېدلي، البته د دغې لاري يوه ښه برخه مو شاته پرې ايښې ده.»
په داسي حال کي چي و آلمان ته په زښت لوړ شمېر پناه غوښتونکي راغلي او دغه پروسه لا ادامه لري، د پناه د غوښتنليکونو د څېړلو له پاره مؤظفه چارواکي د سختو ستونزو سره مخامخ دي. هغه په دې وجه چي تر مخه هيڅ چا داسي اټکل نه ؤ کړی چي دومره زيات شمېر مهاجر به په لږ وخت کي آلمان ته راځي.
د روان مېلادي کال په فبروۍ مياشته کي په آلمان کي ۶۱۴۲۸ نوي پناه غوښتونکي ثبت سوي دي. د هغه څخه په مخکنۍ مياشت جنوري کي د ثبت سوو پناه غوښتونکو شمېر ۹۰ زره ؤ. د اړونده دولتي ادارو د شمېر پر اساس په دغو کي زياتره پناه غوښتونکي له سوريې، عراق او افغانستان څخه ول.