1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ېوې هالندي محکمې د پلچرخي زندان پخوانی مشر په حبس محکوم کړ

۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعه

د هالند يوې محکمې د پاخه عمر یو افغان په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د جنګي جنایتونو د ارتکاب په جرم په ۱۲ کاله حبس محکوم کړ. دغه کس چې عبدالرزاق رفیف نومیږي، په هغه وخت کې د پلچرخي «بدنامه» زندان مشر وو.

https://p.dw.com/p/49yw3
BG I Das verlassene Gefängnis der Taliban-Häftlinge in Kabul
انځور: STRINGER/REUTERS

د هالند د هاله سیمه ایزې محکمې قاضۍ الز کول وويل چې د زندان پخوانی رئیس «له زندانیانو سره ظالمانه او ناوړه چلند کړی او د هغوی آزادي يې په خپلسري توګه سلب کړې وه.» مېرمن کول زیاته کړه چې دغه موارد «جنګي جنایتونه دي.» محکمې دغه کس د پنجشنبې په ورځ په زندان محکوم کړ.

محکمې ويلي دي چې د دغه کس اصلي نوم عبدالرزاق عارف دی او د تورن په اړه يې هغه ادعا چې هغه په تیروتنې سره نیول شوی دی، رد کړه. څارنوالانو وویل چې شاهدانو د محکمې په جریان کې تشخیص کړې ده چې دغه سړی په اصل کې عبدالرزاق عارف نومیږي.

دغه کس په ۲۰۰۱م کال کې د عبدالرزاق رفیف په نوم هالند ته داخل شو او هلته ېې د پناه غوښتنه وکړه. هغه وروسته بیا وتوانید د هالند تابعیت ترلاسه کړي.

قاضي همدارنګه وويل چې ۷۶ کلن رفیف د ۱۹۸۳ تر ۱۹۸۸ کلونو پورې د زندانیانو په شکنجه او ناوړه چلند کې مهم رول درلود او په «دغه زندان کې ېې موثره قومانداني او کنټرول درولود.»

کول وويل چې په دغه زندان کې په زرونو بندیان شکنجه او يو شمیر اعدام شوي دي. هغې زیاته کړه چې رفیف «په دغو تاوتریخوالو کې لاس درلود. هغه به امر کاوه او پوهیده به چې په زندان کې څه تیريږي» او د بندیانو د شکنجې او آزار په ارتباط ېې د «خپل لاس لاندې افرادو د نیولو له پاره هیڅ اقدام» نه وو کړی.

څارنوالانو ويلي دي چې دغه سړی د پلچرخي زندان د سیاسي بندیانو د څانګې مشر وو، چیرته چې بندیان د غیرانساني شرایطو لاندې ساتل کیدل.

د هالند په هاله کې دغه محکمه، د افغانستان او سورېې په څير جګړه ځپلو هیوادونو کې په جنایاتو باندې د تورنو کسانو د تحقیق او محکمې له پاره د اروپايانو د وروستيو هڅو څخه یوه ده.

هالندي چارواکو په ۲۰۱۲م کال کې وروسته له هغې چې په ویبلاګونو کې د پلچرخي زندان د پخواني مشر په اړه رپوټونه خپاره شول چې هغه په هالند کې اوسیږي؛ خپل تحقیقات پیل او هغه ېې په ۲۰۱۹م کال کې ونيو.

دغه د څلورو اولادونو پلار چې د محکمۍ په مخکينۍ غونډه کې د ويلچر په ذریعه حاضر شوی وو، ويلي ول چې د اشتباهي هویت یوې دوسېې قرباني شوی دی. هغه پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې وه او ويلي ېې ول چې د ناخوښۍ احساس کوي او غواړي زندان ته ستون شي. هغه د محکمې په مخکېنۍ غونډه کې ويلي ول: «زه هغه څوک نه يم چې تاسو ېې په لټه کې یئ. زما څه شی نه یادیږي، حتی خپل نوم مې هم.»

اما محکمې ويلي ول چې په دې ارتباط ېې په مختلفو هیوادونو کې له ۲۵ شاهدانو سره خبرې کړي دي.