1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یوه روسي غوښتل افغانستان ته الوتکه وښتوي

۱۳۹۷ بهمن ۲, سه‌شنبه

یوه روسي الوتکه د سه شنبې په ورځ اړ شوه چې په سایبریا کې بیړنۍ ناسته وکړي. یوه مسافر د الوتکي له عملې څخه غوښتي ول چې د خپل اصلي هدف پر ځاي الوتکه افغانستان ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/3ByRL
Airbus A330 Aeroflot Russland
انځور: picture alliance/dpa/S.Chirikov

د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې دغه الوتکه له سورګو څخه د مسکو پر لور روانه وه خو د یوه مسافر په غوښتنه یې د خپل حرکت مسیر بدل کړی دی. دغې کمیټې ویلي دي: «د الوتکې مشر پریکړه وکړه چې الوتکه په خنتي مانسیسک کې کښینوي.»

کمیټي په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې او روښانه کړې یې ده چې څیړونکي اوس د پیښې د ټولو ابعادو د روښانولو په هڅه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې انترفاکس خبري آژانس د هوا نوردي ادارې د سرچینو په حواله ویلي دي چې دغه مسافر غوښتل چې الوتکه خپل مسیر د افغانستان پر لور بدل کړي. د ځینو رپوټونه په حواله اوس دغه کس نیول شوي دی خو نور رپوټونه بیا ښيي چې هغه لا هم په الوتکه کې دی.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کس کوم ډوله وسله لرله او که بې وسلې وو. خو رسنیو ویلي دي چې تر پیښې وروسته د خنتي مانسیسک هوایي ډګر ته لاس رسی قطع شوی دی.

د روسيې تاس خبري آژانس د مامورينو په حواله ويلي دي چي دغه کس روسی دی او کيدای سي چي رواني ستونزي ولري. آژانس زياته کړې ده چي د دغه کس له تيرو کړنو داسي ښاري او څو واري د الکولو تر اغېز لاندي نيول شوی دی. د رسنيو د راپور له مخي په دې کار سره هغه د ۱۲ کاله بند له گواښ سره مخامخ دی.