1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه افغان شیعه مذهبه مشر له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړ

۱۴۰۰ آذر ۴, پنجشنبه

تر۱۰۰۰ زياتو افغان شیعه مذهبو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت ملاتړ اعلان کړ. دوی په دې اړه يوه غونډه کې وویل چې د طالبانو په بيرته راتلو سره د پخواني حکومت «توره دوره» نور پاي ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/43SJZ
DW Investigativ Special zum Thema LGBTQ Menschen nach der Machtübernahme durch die Taliban
انځور له آرشیف څخهانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په حواله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغان شیعه مذهبه هزاره ټولنې تر زرو ډېرو کسانو په يوه غونډه کې چې د طالبانو مشران هم پکې ول، د طالبانو په مشرتوب د افغانستان له موجوده واکمنۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د هزاره ټولنې يو مشر او د پارلمان پخواني غړي، جعفر مهدوي چې دغه غونډه يې جوړه کړې وه، وويل چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخوانی حکومت د افغانستان په تاريخ کې «تر ټولو توره دوره» وه.

هغه وویل: «افغانستان هيڅ خپلواکي نه درولوده او (بهرنيو) سفارتونو د حکومت پر هرې برخې باندې حاکمیت درولود.»

مهدوي زیاته کړه: «له خدای څخه ډيره منندوي یو چې موږ اوس له هغې تورې دورې څخه راوتلي يوو.»

دغه افغان هزاره مشر وويل چې په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو په رسیدلو سره، د افغانستان نوو حاکمانو جګړه او اداري فساد پای ته رسولی او امنيت ښه شوی دی. خو هغه په عین حال کې له طالبانو وغوښتل ترڅو يو ټول شموله حکومت جوړ او د نجونو پر مخ ښوونځي او تعليمي مرکزونه پرانیزي. مهدوي وویل: «موږ تمه لرو چې په راتلونکو اوونيو يا میاشتو کې د یو ټولشموله حکومت چې د ټولو افغانانو استازيتوب وشي کړای، د جوړیدو شاهدان واسو.»

Taliban Sprecher Zabihullah Mujahid
په غونډه کې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل چې د هیواد بیرته جوړونه په لومړيتوب کې ده - آرشیفانځور: Hoshang Hashimi/AFP/Getty Images

د افغانستان اوسنی حکومت د طالبانو د تحریک پخواني غړو څخه متشکل دی چې ډیری دغه غړي يې پښتانه دي او په تشکیل کې هيڅ ښځه هم نشته. خو طالبان دا يو سرپرست حکومت بولي او ټينکار کوي چې بدلون په کې راتلی شي.

په غونډه کې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل چې د هیواد بیرته جوړونه په لومړيتوب کې ده. هغه وویل: «د بهرنيو يرغل کوونکو پر وړاندې زموږ جهاد پای ته رسيدلی او اوس به موږ د افغانستان د جوړولو له پاره خپل جهاد پيلوو.»

په کابل کې د افغان هزاره مشران په داسې حال کې د طالبانو له اوسني حکومت څخه خپل ملاتړ اعلانوی چې تر دې وړاندې د دغو دواړو لورو تر منځ جګړې هم شوي دي. د بشر حقونو څخه د څار سازمان په وینا، په ۱۹۹۸ کال د مزارشریف ښار په جګړه کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ ملکيان ووژل شول چې ډیری يې هزاره ول.

د تيرو دوو لسیزو په جریان کې پر دغې مذهبې ډلې په پلازمینه کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې خونړي بریدونه شوي دي چې د يو شمیر بریدونو مسئوليت يې د «اسلامي دولت»نومې یا داعش ډلې منلي دي. د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې په باميان کې د هزاره و د رهبر، محمدعلي مزاري مجسمه هم ویجاړه شوه چې د هغه د پلويانو غبرګون يې له ځانه سره درلود. خو د دغه کار مسئوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی. خو طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کي د باميان کي د بودا مجسمې په بمونو والوزولې.