1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: «د شخړو په پایله کې د افغان ماشومانو تلفات لوړ شوي»

۱۳۹۸ آذر ۲۶, سه‌شنبه

د یونیسف په حواله سږ کال د شخړو پایلې د افغان ماشومانو له پاره یو وار بیا خرابې وې. یوازې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو نهو میاشتو کې په اوسط ډول نهه ماشومان وژل شوي او یا یي هم د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/3UwRI
Afghanistan Explosion in Kabul
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) په حواله سږ کال په افغانستان کې یو وار بیا د شخړو په پایله کې ماشومانو ته ډیر زیان اوښتی دی. د یونیسف سازمان د یوه نوي رپوټ په حواله چې د سه شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۱۷ نیټه) خپور شوی دی، یوازې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو نهو میاشتو کې په اوسط ډول د ورځې ۹ ماشومان وژل شوي او یا یي هم د بدن غړي له لاسه ورکړي دي. د رپوټ پر بنسټ دغه شمیرې تر دې مخکې کال (۲۰۱۸م) د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښییې.

د نوموړي سازمان اجرائیوي رئیسې هنريتا فوره، وویل: «د ۲۰۱۹م کال د افغانستان د ماشومانو له پاره په ځانګړي توګه وژونکی وو.». د فوره په خبره ځانمرګي بریدونه او د حکومت له مخالفينو سره د افغان امنیتي ځواکونو ځمکنۍ نښتې د دغو تلفاتو د رامنځته کیدو عمده عوامل دي.

یونیسف د افغانستان په شخړه کې له ښکیلو خواو وغوښتل چې د ماشومانو د حفاظت په برخه کې دې پر خپلو بشري او نړیوالو مکلفیتونو او ژمنو عمل وکړي. دوی باید پر ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو بریدونه بند کړي او بشري مرستو ته دې لاره هواره کړي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان په حواله د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸م کلونو ترمنځ په افغانستان کې په مجموع کې ۶۵۰۰ ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. د دې ترڅنګ د دغه هیواد ماشومان طبیعي ناورینونو، بی وزلۍ او د نه پرمختګ له ستونزو څخه رنځ وړي.

د دغه رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې ۳،۸ میلیونه ماشومان په بشري مرستو تکيه کوي.

آژانسونه/ش.ن/ب.ص