1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي

شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ مهر ۲۰, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) راپور ورکړی دی چې د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې له زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو له پاره د ۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4XRhi
هرات کې د زلزلې قربانیان
هرات کې د زلزلې قربانیان انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق اعلان کړی دی، چې په هرات کې زلزلې ښځو او ماشومانو ته تر ډېر زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې د چهار شنبې په ورځ ناوخته پر خپل اکس پاڼې لیکلې ول چې په هرات ښار کې د پر له پسې زلزلو قربانیان ۹۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

د شنبې په ورځ د ۶،۳ ریشتر زلزلې د هرات ولایت چشت روز ته نږدې سیمې په داسې حال کې ولرزولې چې نارینه تر ډیره په بهر کې په کارونو بوخت وو او ښځې د ماشومانو سره په کورونو کې پاتې وې.

اوس زلزله ځپلي پرته له سرپناوو پر ډاګ پاتې دي، له لومړنیو اړتیاوو نیولې بیا د څښاک اوبو، خیمو او کمپلو ته سخته اړتیا لري.

یونیسف ویلي دي چې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو رسولو سیستم بیخي ویجاړ شوی دی. دغه سازمان وایې پرون یې زلزله ځپلو سیمو ته د پاکو اوبو ټانکرونه لیږدولې څو ۱۸ زره کسانو ته پاکي اوبه ورسيږي.

په ورته وخت کې یونیسف له زلزلې ځپلو سره د عاجلو مرستو له پاره د ۲۰ میلیونو ډالرو غوښتنه هم کړې ده. د یونیسف په خبرپاڼه کې راغلي دي: «ماشومان تر ټولو ډیر زیانمن شوې او عاجلو مرستو ته اړتیا لري. موږ انتظار نشو کولی. مهرباني وکړئ زموږ سره مرسته وکړئ چې د دوی ژوند وژغورل شي.»

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق هم اعلان وکړ چې په دې زلزله کې ۳۰۰ میندواره ښځې ټپیانې شوې دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو مېرمنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ځینو هیوادنو له خوا د مرستې کولو ټټر وهل شوی دی

د ابو ظبۍ د زايد بن سلطان النهيان بشري او خيريه بنسټ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت سره په همکارۍ د خوراکي او طبي توکو تر څنګ نور امکانات هم برابر کړي دي.

پاکستان، ايران او چين د خوراکي موادو، کمپلو، طبي شيانو، خېمو او پيسو د لېږلو ژمنه کړې ده. د پاکستان لومړي وزير، انوارالحق کاکړ ويلي دي چې کابل په تېره د طبي کارکوونکو، ګرځنده روغتونونو، خېمو او کمپلو غوښتنه کړې چې دغه مواد د نورو مرستو ترڅنګ اوس پر لاره دي.

د شنبې ورځې په زلزله کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ په همدې سیمه کې بیا زوروره زلزله وشوه، چې له امله یې یو تن مړ او ۱۵۳ نور ټپیان شول.

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai