1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونسکو:په افغانستان کی ۱،۴میلیونه نجوني له زده کړو محرومي دي

۱۴۰۳ مرداد ۲۵, پنجشنبه

ملګرو ملتونو ويلي دي چي په افغانستان کی درې کاله مخکي واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي، ۱،۴ میلیونه نجوني په منځنيو ښوونځيو کي خپلو زده کړو ته له دوام ورکولو څخه محرومي سوي دي.

https://p.dw.com/p/4jU63
Afghanistan | Bildung in Afghanistan
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

یونسکو سازمان د پنجشنبه په ورځ څرگنده کړه چي دغه رقم د ۲۰۲۳ کال په اپریل میاشت کي د وروستۍ شمیرنې په پرتله ۳۰۰ زره زیاتوالی ښیی.

د نوموړي سازمان په حواله همدارنگه په ابتدايي ښونځیو کي زده کړو ته د لاس رسي کچه ډېره زیاته کښته سوې ده. په ۲۰۲۲م کال کي ۵،۷ میلیونه هلکان او نجوني ابتدايي ښوونځیو ته تللي دي. د یونسکو په حواله  په ۲۰۱۹م کال کي لا د هغو شمیر  ۶،۸ میلیونه وو.

آیا د نجونو د زده کړو له پاره مدرسې د ښوونځیو بدیل کیدای شي؟

ویل سوي دي چي «په واقعت کي اوسنيو چارواکو یوازي دزده کړو  په برخه کي د دوو لسیزو ثابت پرمختگونه تقریباً له صفر سره برابر کړی دی. اوس د یوه بشپړ نسل راتلونکی له خطر سره مخامخ سوی دی.»

 طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵ نېټه د کابل تر سقوط وروسته يووار بیا واک ته ورسېدل. هغوی په اصطلاح اسلامي امارت  اعلان کړ او له هغه راهیسي سخت شرعي قوانین عملي کوي، په ځانگړي توگه یې د ښځو حقونه  محدود کړي دي.

افغانستان  په ټوله نړۍ کي یوازینی هیواد دی چي ښځي او نجوني یې په منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو کي له لوړو زده کړو څخه منع کړای سوي دي.

د طالبانو سفير په چین کې ښځینه زده کوونکې تشويق کړي

GP/NZ/AG