1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان کې اورلګېدنه؛ ۳۰ زره کسان امن سیمو ته لېږدول شوي

۱۴۰۲ مرداد ۱, یکشنبه

د یونان په رودس جزیره کې د اورلګېدنې له امله زرګونه خلک اړ شوي، چې خپلې سیمې پرېږدي. د شنبې پر ورځ له ۲۰ زرو ډېر کسان د کښتیو په وسیله د دغې جزیرې امن سیمو ته یوړل شول.

https://p.dw.com/p/4UHQp
د یونان په ځنګلونو کې اورلېګدنه
د یونان په ځنګلونو کې اورلېګدنهانځور: Argiris Mantikos/Eurokinissi/REUTERS

رودس د یونان له تفریحي جزیرو ده، چې د دوبي په موسم کې ورته له بېلابېلو هېوادونو زرګونه کسان د رخصتیو تېرولو په موخه سفر کوي. د روان کال د سختې ګرمۍ له امله له تېرو څو ورځو راهیسې په دغې جزیره کې اورلګېدنه پیل شوې ده.

د یونان ساحلي ګارد ویلي، چې شاوخوا ۳۰ زره کسان یې د ممکنه اورلګېدنې د خطر له سیمو، امن ځایونو ته لېږدولي دي. یوازې د شنبې پر ورځ له ۲۰زرو ډېر کسان د کښتیو په وسیله د دغې جزیرې له سواحلو انتقال شوي دي.

یونان له ترکیې سره پر پوله د ۱۴۵ کډوالو د ژغورنې خبر ورکړی

«د لارو بندښت ژغورنه ستونزمنه کړې.»

د دغې سیمې یوه مشر جورج هادیمارکوس »سکای« ټلوېزیون ته ویلي دي، چې د اورلګېدنې له امله د لارو بندښت د خلکو د ژغورنې پروسه ستونزمنه کړې ده. هادیمارکوس وویل:«موخه داده، چې انسانان وژغورل شي.»

د یونان ځنګلونو کې اورلګېدنه، د خلکو د ژغورنې عملیات
د یونان ځنګلونو کې اورلګېدنه، د خلکو د ژغورنې عملیاتانځور: Lefteris Diamandis/REUTERS

ویل کېږي، ځینو مواردو کې ډېری هغه خلک چې د رخصتیو تېرولو په موخه دغې جزیرې کې اوسي، اوږدې لارې په پلي ډول وهي.

د سیلانیانو او د سیمې ځینو خلکو له پاره په سپورټي سالونونو، د ښوونځیو په ودانیو، د هوټلونو د کنفرانس په خونو کې د اوسېدو بندوبست شوی دی. ویل کېږي، تر دې دمه د کیوتاري په ساحل کې د اورلګېدنې له امله درېو هوټلونو ته زیانونه اوښتي دي.

دولتي او ناودلتي مرستندويان

د یونان د ساحلي ګارد د وینا له مخې، له ۲۰ زرو ډېر کسان یې د کښتیو په وسیله د کیوتاري او لاردوس له سواحلو د دغې جزیرې امن سواحلو ته ولېږدول شول.

د ژغورنې په دې پروسه کې له ۳۰ ډېرو نادولتي کښتیو ګډون کړی، چې د ساحلي ګارد درېو کښتیو ورته لارښوونه کوله. د یونان د ساحلي ګارد د سرتېرو په وینا، د دغې هېواد د سمندري پوځ یوه کښتۍ زیانمنې سیمې ته روانه شوې ده.

د يونان ساحلي پوليسو د ژغورنې پراخ عمليات پيل کړي

د یونان ځنګلونو کې اورلګېدنه
د یونان ځنګلونو کې اورلګېدنهانځور: Argiris Mantikos/Eurokinissi/REUTERS


د رسنیو د رپوټونو تر مخه، ځینې هغه مسافر چې ژغورل شوي، له الوتنو پاتې شوي، ځکه د اور لمبو د لېږد رالېږد عادي اړیکې پرې کړي دي.

په رودس جزیره کې پراخه اورلګېدنه له تېرو پنځو ورځو روانه ده. لومړنۍ اورلګېدنه د دغې جزیرې د مرکز په یوې غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې وه. شاوخوا ۲۰۰ اور وژونکي او پنځه هیلکوپټرې د اور د کابو کولو له پاره ګومارل شوې وې.

یونان د ګرمۍ له سختو څپو زورېږي. د اونۍ پای کې د تودوخې درجه ۴۴ سانټي ګراډ اټکل شوې وه. اوس مهال د دغې هېواد بېلابېل ځنګلونه د اور تر لمبو لاندې دي. د اور وژنې ادارې د خبرتیا پر اساس، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۶ نوې اورلګېدنې رامنځته شوي دي.

ا.دیدار، ا.جواد، AFPD / 0996/ AFPD / DRINGEN