1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليیونان

یونان: د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوې؛ ډير کسان مړه دي

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د یونان په اوبو کې د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوي، تر اوسه د ۱۷ کسانو د مړېنې رپوټونه ورکړل شوي دي. د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمیر مهاجر چې افغانان هم پکې دي، ژغورل شوي دي. د نجات ماموریت ادامه لري.

https://p.dw.com/p/4HpMf
د آرشیف انځور - د یونان په لیسبوس ټاپو په اوبو کې د مهاجرو حامل یو ربړي کشتۍ
د آرشیف انځور - د یونان په لیسبوس ټاپو په اوبو کې د مهاجرو حامل یو ربړي کشتۍانځور: Getty Images/A. Koerner

د یوناني چارواکو په خبره یوه کښتۍ چې ۴۰ مهاجر ېې ليږدول لیسبوس ټاپو ته نژدې ډوبه شوې او بله کښتۍ تر دغې پېښې څو ساعته مخکې کيثیرا ټاپو ته نژدې ډوبه شوې چې شاوخوا ۱۰۰ مهاجر پکې سپاره ول.

یونان د ساحلي ساتونکو ویاند، نیکوس کوکالاس، دولتي تلویزيون (TV ERT) ته وويل چې يوه کښتۍ چې باور کېږي ۴۰ مهاجر پکې سپاره ول د لیسبوس ټاپو ختيځ کې د ډېر تند باد له وجې اوښتې او ډوبه شوې ده.

مړه شوي ټولې ښځې دي

کوکالاس زیاته کړه چې د لیسبوس په پېښه کې د ۱۶ مړو جسدونو موندل شوي چي ټولي ښځي دي، ۹ نورې ښځې ژغورل شوي او باور پر دې دی چې ۱۵ نور کسان لادرکه دي. د هغه په خبره ټول مړه شوي کسان ښځې دي چې ظاهراً د افریقايي سیمو څخه دي. رويټرز بیا په خپل تازه رپوټ کې د مړو شمیر ۱۷ ښودلی او وايي چې یو هلک هم په کې شامل دی.

یونان: سږ کال مو د ۱۵۰ زره مهاجرو مخه نیولې

ویاند زياته کړه چې ژغورل شوي کسان په «سخت وحشت وهلي وضعیت کې دي» او سخته ده چې په اړه ېې ډېر معلومات ورکړل شي.

دغه پېښه د لیسبوس ټاپو په ختيځ کې چې د ترکېې ساحل نيږدې ده رامنځ ته شوې ده.

په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي

تر دې څو ساعته مخکې یوه بله کښتۍ کيثيرا ټاپو ته نژدې په یوه داسې سيمه کې چې تيږي لري، په اوبو کې ډوبه شوې ده. باور پر دې دی چې په دغه کښتۍ کې ۹۵ مهاجر سپاره ول. د ژغورنې له پاره د ساحلي ساتونکو يوه کښتۍ د یونان پوځ له یوې څرخې الوتکې سره سېمې ته رسېدلې ده. يو شمیر ژغورل شوي کسان امن ځایونه ته رسول شوي دي.

له ترکېې او اروپايي اتحادېې څخه د عاجلو اقداماتو غوښتنه

د يونان چارواکو ويلي دي چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر ۵مه، کيثیرا ټاپو ته نژدې رامنځ ته شوې ده. کيثيرا ټاپو د یونان سويل ختيځ لور ته د پلوپونز شبه جزېرې ته مخامخ پرته ده.

اروپا ته مهاجرت
اروپا ته مهاجرت انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Masiello

د یونان د مهاجرت وزير نوتیس ميتاراچي، پر ترکېې باندې غږ کړی چې په سخته آب و هوايي کې دې د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي له پاره «عاجل اقدامات» وکړي.

یوناني ځواکونو په یوه ورځ کې دغه هیواد ته د ۱۵۰۰ کډوالو مخه نیولې

وزير په تويتر کې ليکلي دي: «نن په آژه سمندرګي کې ډيرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.» هغه زیاته کړې ده چې مهاجر له داسې کښتیو څخه چې په سمندر کې د ګرځېدو وړتيا نه لري استفاده کوي. ميتاراچي پر اروپايي اتحادېې هم غږ کړی او ويلي دي چې «اروپايي اتحادیه باید اقدامات وکړي.»

په ژغورل شوو مهاجرو کې افغانان هم شامل دي

زياته شوې ده چې د ژغورنکې ډلې، اطفائيې او پولیسو د ۸۰ مهاجرو د ځای پر ځای کېدو له پاره اقدام کړی دی او دغه مهاجر د افغانستان، ایران او عراق څخه دي.

مهاجر: »يوناني چارواکو له کښتۍ وغورځولو، دوه مهاجر ډوب سول«

کوکالاس د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې په دغه ډله کې ۷ ښځې او ۱۸ ماشومان هم شامل دي. د هغه په وینا د مهاجرو لږېدونکې کښتۍ «په بشپړه توګه» له منځه تللې ده.

یونان د اروپا پر لور د تلونکو غیرقانوني مهاجرو په لار کې د دروازې حيثیت لري. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې اروپا ته د مهاجرت بحران پر وخت پر دغې لار د افغانستان، سوريې او عراق په څير هیوادونو څخه يو ميلیون مهاجر اروپا ته راغلل.

تر هغه وروسته اروپا ته د مهاجرتونو رش په چټکۍ بېرته کم شو، خو لا هم پر دغې خطرناکه سمندرې لار يونان ته د رسېدلو هڅې ادامه لري. هر کال ډېر مهاجر د کښتيو د ډوبېدو په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له آرشیف څخه يو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل