1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

یوازیتوب د خطرناکه ناروغیو لامل کیدی شي

۱۴۰۲ آبان ۵, جمعه

یوازیتوب یا انزوا د زړه د حملې، مغزي سکته او یا د عقل د زوال خطر زیاتوي. یوې نوې څېړنې ښودلې ده چې یوازېتوب کولی شي د عصبي سیستم د اختلال (پارکینسون ناروغۍ) پراخه کړي.

https://p.dw.com/p/4Y6MR
یوازیتوب خطرناکه ناروغۍ رامنځته کولی شي
یوازیتوب خطرناکه ناروغۍ رامنځته کولی شيانځور: mehrnews.com

انسان یو ټولنیز موجود دی او انساني اړیکو ته اړتیا لري. یوازیتوب په عمر پورې اړه نه لري مانا تر ډیره انګیرل کیږې چې په زاړه عمر خلکو کې، کله چې کورنۍ اړیکي یې کمیږې، یا دا چې فزیکي تحرکات یې  لږ شي او یا خپل ملګري له لاسه ورکړي او یا مړه شي له یوازیتوب سره مخ کیږې، خو داسي نده یوازیتوب په بیلا بیلو عمرونو کې رامینځته کیدی شي.

د اروا پوهنې له مخې هغه کسان یوازي بلل کیږې چې له خپل یوازیتوب څخه ځوریږې او یا دا چې د اجتماعې اړیکو سره سره بیا هم ځان یوازي احساسوي.

یوازي ډیر عمر لرونکي کسان یوازيتوب نه تجربه کوي

ډېر ځوانان په دیرش کلنۍ کې یوازیتوب تجربه کوي او له خپل وضعیته ځوریږې، د بیلګې په توګه چې کله د خپل ژوند له شریکه بیلیږي او یا دا چې خپل یو ښه ملګری له لاسه ورکړي.

خو ډېر کسان بیا په ۵۰ کلنۍ کې هغه وخت یوازیتوب تجربه کوي چې کله یې اولادونه کور پریږدي او دوی په یوه تش کور کې پاتيږي.

البته، ځینې وختونه یوازېتوب هم کولی شي خورا ګټور وي. مګر یو سړی کولی شي د نورو خلکو په شتون کې هم دغه احساس ځانته ورکړي. ځکه چې یوازیتوب احساس دی چې په سختۍ سره اندازه کیدی شي. مګر ټولنیز تعاملات اندازه کیدی شي.

ډېر ځوانان په دیرش کلنۍ کې یوازیتوب تجربه کوي
ډېر ځوانان په دیرش کلنۍ کې یوازیتوب تجربه کويانځور: Helmut Meyer/imageBROKER/picture alliance

یوازیتوب کولی شي د ناروغیو لامل شي

یوازیتوب هغه وخت ستونزه رامنځته کوي کله چې دوامداره شي او د یو شخص ټولنیزې اړیکې لږې وي.

یوازیتوب پر رواني او فزیکي روغتیا منفي اغیزه لري. په عین حال کې، د اوږدې مودې ټولنیزې اړیکې نه درلودل د ډیر الکولو، نیکوتین، ناسم تغذیې، یا غیر فعالیت په څیر خطرناک ګڼل کیږي.

انسانانو د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې ده چې په ټولنه کې ژوند وکړي. ځکه چې په اسانه کولی شي له خطرونو مخنیوی وکړي او ستاسو بقا تضمین کړي.

مګر که موږ انسانان په ټولو چارو کې یوازې پریږدو، دا حالت زموږ بدن ته ګواښ را منځته کولی شي او د سټریس هورمون (زای کورتیزول) له حده ډیر خارجوي.

یوازي انسانان د سټریس هورمون ډیر خارجوي

هغه انسانان چې یوازي دي، بدن یې کورتیزول ډیر ترشح کوي کوم چې کولی شي د لوړ او دوامداره وینې فشار او د شکر د کچې د لوړیدو لامل شي. په دې حالت کې، د بدن معافیت سیسټم بندیږي او بدن نور نشي کولی په مؤثره توګه د مکروب پر وړاندې مبارزه وکړي، چې په پایله کې د زړه د ناروغیو لامل کیږي.

دوامداره او اوږدمهاله یوازیتوب د زړه د حملې، مغزي سکتې، سرطان او د عقل د زوال ګواښ ډیروي. د بریتانیا د یوې نوې څیړنې له مخې یوازېتوب د عصبي سیستم د اختلال (پارکینسون ناروغۍ) خطر رامینځته کوي.

د یوازیتوب او پارکینسون ناروغۍ په اړه څېړنه

یوازیتوب پخپله د پارکینسون لامل نه دی، د دې عصبي ناروغۍ لامل لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دی پیژندل شوی. د پارکینسون نښې معمولا د عضلاتو سختیدل، ورو حرکتونه، او د بدن بې کنټروله ټکانونه دي.

مګر د یوې نوې اوږدې مودې مطالعې له مخې چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په پیل کې په طبي ژورنال JAMA نیورولوژي کې خپره شوې، د پارکینسون ناروغۍ رامنځته کیدو خطر په هغو خلکو کې ۳۷سلنه لوړ دی چې یوازې ژوند کوي.

د دې څیړنې له مخې، حتی د نورو عواملو په پام کې نیولو سره، د جنیتکي عوامل یا نورو ناروغیو په پام کې نیولو سره، هغه خلک چې د یوازیتوب احساس کوي د پارکینسون د پراختیا خطر پکښې  ۲۵ سلنه ډير دی.

د دې علمي څېړنې لپاره، څیړونکو د برتانیا ډیټا بانک څخه د ۴۹۱،۶۰۳ خلکو ډاټا ارزولې ده.

پوهه: موزیم ته د تگ له لاري د دیپریشن درملنه

یوازیتوب د پارکینسون له لومړنیو نښو څخه دی

د نیورولوژي پروفیسور نینا براونر او د شمالي کارولینا پوهنځۍ د طب پوهنتون کې د حرکتي اختلالاتو څانګې رئیس په وینا، دا څیړنه په پایله کې نشي ثابیتولی چې یوازیتوب واقعیا د پارکینسون ناروغۍ لامل کیږي.

براونر وايي چې دا ساینسي څیړنه یوازې د لا ډیرو معلوماتو د تحلیل له پاره دی او باید د نورو څیړنو لپاره د پیل د ټکي په توګه وګڼل شي.

د یوازیتوب پر وړاندې باید څه وشي؟

تلیفون یا ویډیوې زنګونه یقینا یو څه د یوازیتوب احساس کمولی شي. مګر هیڅ شی د شخصي اړیکو ځای نشي نیولی. ډیر کم رامینځته کیږې چې یو شخص اګاهانه انزوا ته داخل شي.

هر هغه کس چې د یوازیتوب احساس کوي خپله باید لاس په کار شي، او له نورو سره اړیکه ټينګه کړي، بوختیا د ځان لپاره رامینځته کړي مثلا د خپلې خوښې موسیقي وغږوي، کولی شي یو سپی له ځانه سره وساتي ځکه هغه ددې لامل کیږې چې ممکن تاسو د هغو کسانو سره په اړیکه کې وساتي چې هغوی هم سپي لري.

ملاتړ ګټور دی

دا ټول ښه نظرونه دي، مګر ډېر خلک له یوازیتوب څخه ځان په اسانه نشی ایستلی. د نورو سره خبرې کول؟ په کورسونو کې ګډون کول؟ رضاکارانه کار؟ دا ډول شیان په ویلو کې اسانه دي.

ملګري، خپلوان یا ګاونډیان کولی شي له یوازیتوب څخه د خلاصون لپاره لومړی ګام پورته کولو کې مرسته وکړي.

که پر ځان کم باور د یوازیتوب عوامل وي، په هغه صورت کې ارواپوهانو او مشورتي مرکزونو ته مراجعه یوه ښه او ګټوره لاره کیدی شي، خو په ټوله کې باید پر یوازیتوب غښتلي شی، بیا به مو بدن منندویه وي.