1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو شمیر «داعشي ښځې» بیرته آلمان ته راوستل کیږي

۱۳۹۹ آذر ۳۰, یکشنبه

د کلونو راهیسې داعش پورې اړوندې یو شمیر ښځې او ماشومان د سوریې په شمال یو کمپ بند پاتې دي. د رسنیو د رپوټونو په حواله ۱۵ تنه د دوی آلماني چارواکو ته سپارل شوي دي، څو آلمان ته انتقال شي.

https://p.dw.com/p/3myfu
Syrien al-Hol camp IS-Angeghörige
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د هغو ښځو او ماشومانو شمیر چې آلماني پاسپورتونه لري او د سوريایي کردانو تر کنترول لاندې کمپونو کې ژوند کوي تر ۱۰۰ ډیر ښودل شوی دی.

اکثره دغه ښځې په تیرو کلونو کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې سره د یوځای کیدو له پاره سوریې ته تللي وو. د دغو ښځو زیاتره یې له داعش ډلې څخه د اشغالي سیمو تر بیرته نیول کیدو وروسته د سوریایي کردانو تر کنترول لاندې سیمو په کمپونو کې ساتل کیږي.

د آلمان د ۱ تلویزوني شبکې انټرنټپاڼې «ټاګس شاو» د شنبې په ورځ (د دسمبر میشاتې ۱۹ نیټه) رپوټ ورکړ چې کردي ځواکونو ۱۵ تنه له دغو کسانو څخه آلماني مامورينو ته سپارلي دي، څو هغوی بیرته آلمان ته ستانه کړي.

د آلمان د WDR راډیو خبریال د ترلاسه شوو اطلاعاتو په حواله ویلي دي چې په دې ډله کې ۳ ښځې چې له ۲۱ تر ۳۸ کلونو پورې عمرونه لري او ۱۲ ماشومان چې له ۲ تر ۱۲ کلونو پورې عمرونه لري شامل دي. ویل کیږي چې په دې پنځلس کسیزه ډله کې یو شمیر ستنیدونکي ماشومان یتیمان دي.

په ظاهره کې د کرونا وبا د دغو میرمنو او ماشومانو د بیرته ستنیدنې بهیر ځنډولی وو. کارپوهانو په وار وار خبرداری ورکړی وو چې په دغو کمپونو کې د «داعشي ښځو» اوږدمهاله پاتې کیدنه د هغوې د رادیکال کیدو خطر زیاتوي او ماشومان یې له جدي روحي او روانې ستونزو سره مخامخ کوي.