1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهفرانسه

یو حمله کونکي په پاریس کې درې تنه ټپیان کړل

۱۴۰۲ بهمن ۱۴, شنبه

یوه حمله کونکي د پاریس ښار د اورګاډو په یو تمځای کې درې تنه د چاقو په حمله کې ټپیان کړل. پولیسو حمله کونکی نيولی او لومړني معلومات ښيي چې حمله تروريستي نه ده.

https://p.dw.com/p/4c0mL
د آرشیف انځور - پاریس
د آرشیف انځور - پاریسانځور: BENOIT TESSIER/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه حمله د اورګاډو د «ګار د لیون» په تمځای کې شوې ده.

د پاریس د پولیسو مشر، لوران نونیز (Laurent Nunez) په تمځای کې یو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: «حمله کونکي په چاقو او چکش په تمځای کې پر درو کسانو حمله وکړه. په دې حمله کې یو تن ډېر او دوه نور جزئي ټپیان شوي دي.»

هغه وويل هغه کس چې ډېر ټپي شوی وضعیت ېې «ثابت» دی، خو ژوند ېې لا هم په خطر کې دی.

د فرانسې پولیسو ويلي دي چې حمله کونکی یو ۳۱ کلن سړی دی چې د مالي هېواد وګړی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا یو «تروریستي اقدام» نه دی.