1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

آیا پوتین د ګورباچوف د تدفین په مراسمو کې ګډون کوي؟

۱۴۰۱ شهریور ۱۲, شنبه

د پخواني شوروي اتحاد وروستی ولسمشر، میخایل ګورباچوف نن شنبه د سپتمبر ۳مه په مسکو کې خاورو ته سپارل کيږي. رپوټونه وايي چې پوتین د هغه د تدفین په مراسمو کې حضور نه لري.

https://p.dw.com/p/4GNjy
Moskau Trauerfeier für Michail Gorbatschow
انځور: Sergei Bobylev/Tass/dpa/picture alliance

ګورباچوف د ۹۱ کلونو په عمر د سه شنبې په ورځ ومړ. رويټرز له مسکوه ليکي چې د هغه د جنازې مراسم د ګرينويچ په وخت د سهار په ۷ بجو پيليږي. د جنازې تر مراسمو وړاندې د هغه جسد په یوه داسې تابوت کې ایښودل شوی وو چې د روسیې په بیرغ پوښلی وو.

د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتين ويلي دي چې هغه د خپلو کاري بوختیاو له وجې نه شي کولي د ګورباچوف د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. خو هغه تر دې وړاندې د ګورباچوف تر مړېنې وروسته د هغه د مړي سر ته د احترام له پاره ورغلی وو.

ګورباچوف په وروستيو کلونو کې له مزمنې ناروغۍ څخه کړېده او په کراتو په روغتون کې بستر شوی وو
ګورباچوف په وروستيو کلونو کې له مزمنې ناروغۍ څخه کړېده او په کراتو په روغتون کې بستر شوی ووانځور: Marcel Van Hoorn/dpa/picture alliance

ګورباچوف په غرب کې یو اتل وګرځېد د دې له پاره چې هغه شرقي اروپا ته اجازه ورکړه تر څو د کمونیست شوري تر څه باندې ۴۰ کلونو کنټرول لاندې اوسیدو وروسته ځان ته ټکان ورکړي او دغه راز ېې شرق او غرب آلمان هم پرېښود چې بېرته سره یو ځای شي. سربیره پر دې، د شوروي اتحاد دغه پخواني ولسمشر له امریکا متحده ایالاتو سره د وسلو د کنترول پر سر هم ځینې مهم تړونونه نهايي کړي ول.

د شوروي اتحاد وروستی رهبر، ميخايل ګورباچوف مړ شو

 د رپوټونو له مخې د هنګري صدراعظم، ويکتور اوربان، د ګورباچوف د جنازې په مراسمو کې د ګډون له پاره مسکو ته ځي، خو د روسېې له ولسمشر ولادیمير پوتین سره نه ګوري.

کرېملين په دې اړه ويلي دي داسې کوم پلان نشته چې ويکتور اوربان دې د شنبې په ورځ د شوروي اتحاد د وروستي ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولادیمیر پوتين سره وګوري.

 پوتین د ګورباچوف د مړي تر څنګ
پوتین د ګورباچوف د مړي تر څنګانځور: Russian pool/AP/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د کریملین ویاند، ديميتري پیسکوف ويلي دي «تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو هغه یوازې دې له پاره راځي چې له ګورباچوف سره د وروستي ځل له پاره مخه ښه وکړي.» پیسکوف زياته کړې ده چې «د غونډو له پاره هيڅ تمایل شتون نه دی لرلی.»

ګورباچوف په وروستيو کلونو کې له مزمنې ناروغۍ څخه کړېده او په کراتو په روغتون کې بستر شوی وو. نوموړی د ۲۰۱۹م کال په مني کې د برلين ديوال د پاشل کيدو د ۳۰مه کليزې په مراسمو کې هم د ناروغۍ له کبله ګډون ونه شو کړای.

د هغه د مړينې په ورځ رپوتونو کې ويل شوي وو چې پام کې ده د ګورباچوف مړی، د مسکو په تاريخي او مشهورې هدېرې «نوودیويچي» کې د خپلې مېرمنې، رایسا، د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شي.

آلمان سره د ګورباچوف د اړيکو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلۍ او معلومات لوستلۍ شئ.