1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتېرش د اټومي توري د تهدید ختمیدل وغوښتل

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش د روسیې د اټومي وسلو نوو تهدیداتو ته په کتو سره د «اټومي یرغمل نیوني د دوران» ختمیدو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4HOls
UN-Vollversammlung | UN-Generalsekretär Antonio Guterres
انځور: Wang Ying/XinHua/dpa/picture alliance

ګوتریش په نیویارک کي د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې پر مهال وویل، چي د برلین د دیوال تر چپه کیدو لسیزي وروسته هم خلک د روسانو د اټومي توري تهدید اوري. 
هغه خبرداری ورکړ، چي د اټومي وسلې هر ډول استعمال به «یوه انساني فاجعه» رامنځته کړي. او دا تصور، چي یو هیواد به یو اټومي جنګ مخته بوزي او کامیابه به سي، غلط او د عقله څخه لیري دی.