1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتريش له طالبانو سره د «خبرو اترو» غوښتونکی شو

۱۴۰۰ شهریور ۱۹, جمعه

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتوني ګوتریش د نړۍ له ملتونو څخه له طالبانو سره د «خبرو اترو» د ادامې غوښتونکی شو. هغه واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم د اسلامپاله ډلو په اړه خپله اندېښنه هم وښوده.

https://p.dw.com/p/409I3
USA Afghanistan Geschenk UN Gemälde Antonio Guterres
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریشانځور: Manuel Elias/Xinhua News Agency/picture alliance

ګوتريش د پنجشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره کیدای شي جهادي عناصر په سیمه کې غښتلي شي.

هغه وويل: «موږ باید له طالبانو سره خبرې اترې په لاره واچوو... داسې خبرې اترې چې په هغې کې د افغانستان خلکو سره د همغږۍ احساس وي.»

ګوتريش زیاته کړه: «زموږ مسئولیت دی چې له هغو خلکو سره خپل پيوستون پراخ کړو چې شدیدا کړيږي، چیرته چې په ميلیونونو کسان د خطر او لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د ملګرو ملتونو سازمان سر منشي دغه راز ټينګار وکړ چې نړۍ باید په افغانستان کې د «اقتصادي پاشل کیدو» څخه ډډه وکړي.

هغه پرته له دې چې د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو او یا هم په نړۍ کې د افغان کنګل شوو خزانو د آزادولو غوښتنه وکړي، وړاندوینه ېې وکړه چې «اقتصادي اسباب» به د افغانستان اقتصاد ته د «نفس وښکلو» چانس په لاس ورکړي.

ګوتريش وویل دا چې د خبرو اترو په نتیجه کې به څه په لاس راځي په اړه يې «هيڅ ضمانت» شتون نلري، خو خبرې اترې یو ضرورت دی که چیرته «موږ غواړو افغانستان د تروریزم مرکز نه وي، که موږ غواړو ښځې او نجونې په مختلفو پړاوونو کې خپلو حقونو ته لاسرسی ولري او که چیرې موږ غواړو چې مختلفې ډلې د خپل استازیتوب احساس وکړي.»

Afghanistan Kabul - Taliban PK
ګوتريش وویل «تر اوسه چې موږ کوم بحثونه درلودلي، په هغو کې لږ تر لږه د خبرو اترو ته هرکلی لیدلی شوی دیانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

ګوتريش وویل «تر اوسه چې موږ کوم بحثونه درلودلي، په هغو کې لږ تر لږه د خبرو اترو ته هرکلی لیدلی شوی دی.»

هغه په خپلو خبرو کې وويل کوم څه چې ملګري ملتونه يې تمه لري هغه «یو ټولشموله حکومت» دی چې په هغه کې د افغانستان د ټولنې ټول اړخونه خپل ځان وګوري. خو هغه په تاسف سره یادونه وکړه چې کوم «سرپرست حکومت چې څو ورځې مخکې اعلان شوی» دغه تصور نه شي وړاندې کولی.

انتوني ګوتريش وویل چې افغانستان باید د داسې یو حکومت له خوا اداره شي چې پکې«سوله او ثبات وي او د ټولو خلکو حقونو ته پکې درناوی وشي.» په وینا يې چې طالبان غواړي په رسمیت وپيژاندل شي، مالي ملاتړ ولري او ورباندې لګيدلي بنديزونه لغوه شي: هغه وویل: «دا نړیوالې ټولنې ته د نفوذ یو ځانګړی قوت ورکوي.»

ګوتريش واک ته د طالبانو رسیدو ته په کتو، د جهادي ډلو په اړه هم خپله اندېښنه ښکاره کړه. هغه په دې اړه وویل: «دا یو واقعي خطر دی. هغه خبر داری ورکړ چې « (یوشمیر) تروريستې ډلې به د رامنځ ته شوی وضعيت په اړه د ښه فرصت احساس ولري او اوس به له هغه ډیر ارمانونه ولري چې څو میاشتې مخکې يې درولودل.»

هغه وويل چې دی د خشینو او متعصبو ډلو په اړه اندیښمن دی کوم چې مرګ د هغوی «غوښتنه» ده او پوځونه د دا ډول جنګیالو په مقابل کې پاشل کيږي: «موږ دا په موصل او عراق کې ولیدل، موږ دا په مالی کې د باماکو پر لور لومړي فشار او موزمبیق کې ولیدل.»

هغه زیاته کړه: «دا په ساحل کې د جګړې د میکانیزمونو تقویه کول اړین دي.»

    mks/nz/prh/pdh/bfm