1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګلوبل ميډيا فورم: رسنۍ د اعتبار له پاره مبارزه کوي

۱۴۰۳ خرداد ۲۹, سه‌شنبه

له ټولې نړۍ څخه د رسنیو کارپوهان د دویچه ویله په ګلوبل ميډيا فورم کي سره راټول سوي دي. ژورنالیزم د بدلون په حال کي دی او په وړاندي یې ننگونې ډېري زیاتي دي.

https://p.dw.com/p/4hBv9
GMF 2024 | Keynote Annalena Baerbock
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینابیربوکانځور: Björn Kietzmann/DW

د دویچه ویله عمومي مشر پیتر لیمبورگ، د دویچه ویله د سږکال د رسنیو نړیوال فوروم  (GMF)  د پرانیستلو په غونډه کي چي د نړۍ له گوټ گوټ څخه ورته څه د پاسه زر خبریالان او خبریالاني د بن ښار ته راغلي دي، وویل: «حتی په تیاره وختونو کي هم خوشبیني تر ټولو غوره لار ده، دا ځکه چي بدبیني ډېر وخت ستونزي نه سي حلولای.» 

وختونه واقعاً تیاره بریښي: د مثال په ډول په اوکراین، منځني ختیځ او سوډان کي جگړې شدت موندلی، داسي ښکاري چي په نړۍ کي مستبد حکومتونه د پرمختگ په حال کي دي او پر وړاندي یې ډیموکراسي د شاتگ په حال کي ده، او له دیموکراسۍ سره رسنۍ او د بیان آزادي  هم شاتگ کوي.

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته تولید سوي بربنډ تصویرونه

د رسنیو  نړیوال فوروم (ګلوبل ميډيا فورم) د سږکال شعار دی "Sharing solutions" (حل لاري شریکي کړی). خبره پر هغې پوښتنې ده چي: پر خطرونو او فشارونو سربیره خبریالان څرنگه کولای سي په خپلو دندو کي عدالت په پام کي ونیسي؟ هغوی څنگه کولای سي د امکان ترحده په خپلو ټولنو کي ډېر کسان ځانته راجذب کړي؟ تخنیکي پرمختگونه څرنگه رسنۍ او د رسنیو مصرف اغیزمن کوي؟ د دویچه ویلی عمومي رئیس پیتر لیمبورگ وویل: «نه یوازي دیجیتالي نړۍ ژورنالیزم اغیزمن کوي، بلکي مصنوعي ځیرکتیا هغه ته تر دې هم لازیات ټکان ورکوي.»

GMF 2024 | Eröffnungsrede Peter Limbourg
د دویچه ویلی عمومي رئیس ، پیتر لیمبورگ د گلوبل میډیا فوروم پرانیستانځور: Philipp Böll/DW

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ناوړې استفادې امکانات ډیر زیات دي. د مثال په ډول جعلي عکسونه  او نقل سوي ږغونه چي سړي ته فریب ورکوي او ریښتیني ښکاري. د جرمني د بهرنیو چارو وزیري، انا لینا بيربوک، په خپله اصلي وینا کي د هغو ژورو جعلي انځورونو په هکله رپوټ ورکړ چي نوموړې د یوې بدلمنې په توگه ښيي: «مصنوعي ځیرکتیا ناسم معلومات لا ارزانه، لا آسانه او لا اغیزمن کوي.»

ماریا ریسا، چي په خټه فلیپینۍ ژورنالیسته او د سولې د نوبل جایزې گټونکې ده، هم له ورته حالت سره مخامخ سوې ده. د "Rappler" په نوم خپل آنلایني خبري پورتال سره نوموړې په تکرارسره په خپل هیواد کي قدرت لرونکي خلک تحقیروي او اغیزې یې هم احساسوي. هغه د ځان په هکله په آنلایني ډول  د ناوړه عکسونو په هکله رپوټ ورکوي. هغه مجبوره سوه بن ته د سفر له پاره له حکومت څخه اجازه واخلي.

خلکو ته د ږغ پورته کولو وخت ورکړی

د دغه فوروم په لومړۍ ورځ یوه بله موضوع د ۲۰۲۴م کال په مهمو انتخاباتو کي د رپوټ ورکولو او د دیموکراسۍ او رسنیو ترمنځ اړیکې باندي ده.

که سړی په دغه فوروم کي د گډون کوونکو بحثونو ته غوږ ونیسي، نو تر ډیره ځایه یو منفي تصویر په لاس راځي: له یوې خوا ټولنیزي رسنۍ دې ته زمینه برابروي چي د حکومت ترکنترول لاندي رسنیو څخه تیر سي. په دې ډول ډیر کسان خپلواک معلومات په لاس راوړي او همدارنگه خپل نظر څرگندوي. له بلي خوا پر رسنیو باندي بې اعتمادي او له رسنیو څخه خستگي هر ځای خپریږي. 

همدارنگه په ډېرو هیوادونو کي په انتخاباتو کي د خلکو گډون راکمیږي. د رسنیو کارپوهان باید له خلکو سره د هغوی د ورځنیو مشکلاتو په هکله په مسقیم ډول اړیکه ونیسي، دا کار د دغو بحثونو مهم پیغام دی.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

GP/NZ/DW.Online