1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګروسي د زاپروږیا په خبرو کي پرمختګ ویني

۱۴۰۱ مهر ۲۲, جمعه

د بین المللي اټومي انرژۍ آژانس رئیس، رافاییل ګروسي په تیرو څو ورځو کي د روسیې او اوکراین د جمهوررئیسانو، ولاد یمیر پوتین او ولود یمیر زیلنسکي سره تر خبرو وروسته د زاپروږیا د اټومي دستګاه په باب مثبت اظهارات کړي دي.

https://p.dw.com/p/4IC6e
Ukraine Atomkraftwerk Saporischschja
انځور: Sergei Malgavko/TASS/picture alliance

ګروسي په کیف کي د اوکراین د دغي اټومي دستګاه د امنیت او محافظت د خپلو پلانونو په اړه وویل چي کار روان دی او فکر کوي چي ښه پرمختګونه رامنځته سوي دي. خو د دغه پرمختګ په باب یې مشخص څه ونه ویل. 

په عین حال کي بیا د اوکراین خارجه وزیر، دیمترو کولیبا ټینګار وکړ چي کیف د بین المللي اټومي انرژۍ د آژانس له خوا تر پیشنهاد سوي اوربند نورهم ډیر څه غواړي. هغه ويلي چي روسیه باید دغه دستګاه بیرته اوکراین ته وسپاري.