1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

ګروسي د زاپروږیا اټومي دستګاه له پاره محفاظتي ساحه غواړي

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

د بین المللي اټومي انرژۍ آژانس رییس، رافاییل ګروسي د روسیې دجمهور رییس، ولاد یمیر پوتین سره د یوې لیدني کتني پر مهال یو وار بیا په زاپروږیا کي د اوکراین د اټومي دستګاه له پاره د محفاظتي ساحې غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4I4VB
Russland | Putin empfängt IAEA-Chef Grossi
انځور: Pavel Bednyakov/Pool/Sputnik Kremlin/AP/dpa/picture alliance

هغه په سانت پیترزبورګ کي تر دغه ملاقات وروسته وویل، چي په دې کار کي تلوار په کار دی او هیڅ وخت باید ضایع نسي. ځکه د روسیې لخوا د دغي اټومي دستګاه تر اشغال وروسته د پرله پسې نظامي حملو په جریان کي هلته حالت د میاشتو میاشتو راهیسي خطرناکه دی. 
په همدې دلیل ګروسي د یوې اټومي فاجعې د مخنیوي پخاطر هلته د اوربند د یوې محفاظتي ساحې پیشنهاد وکړ. خو په دغه پلان کي د ځواکونو وتل او غیرنظامي ساحې رامنځته کیدل نه دي شامل.