1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیف په ماریوپول کې د سولې شواهدو ته انتظار باسي

۱۴۰۱ فروردین ۱۱, پنجشنبه

د بریتانيا پوځي استخباراتو په راتلونکو ورځو کې د کیف په اطرافو کې د سختو جګړو اټکل کړی. د بیا روغاونې او پرمختګ له پاره اروپایي بانک د جګړې له کبله د اوکراین او روسیې له پاره تت اقتصادي انځور وړاندې کړی دی.

https://p.dw.com/p/49Hb3
Ukraine | Russland-Ukraine Krieg | Nina Babina
انځور: Thomas Peter/REUTERS

په ماریوپول کې د سره صلیب ګودام اغیزمن شوی

په ماریوپول ښار کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ګودام د روسیې د بمبارۍ په پایله کې اغیزمن شوی دی. دغه خبر اسوشېتید پرس خبري آژانس د سټلایټ انځورونو د ارزولو په پایله کې ورکړی دی. د سي ان ان، تلویزوني شبکې هم دغه خبر نشر کړی دی.

په یوه بیانیه کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي دي چې دوی د مارچ ماشتې په اوایلو کې په دغه ګودام کې ټول مواد وېشلي وو او د مارچ له ۱۵مې نېټې راهیسې هلته کوم پرسونل نه وو.

ترکیه کې د شوو مذاکراتو پایله څه وه؟

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، ویلي دي چې په استانبول کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د شوو مذاکراتو نتیجه د عمل په ډګر کې نه ده پلي شوي. ترکیې هوډ څرګند کړی دی چې د اوکراین او روسیې د بهرنیو وزیرانو ترمنځ به بیا ملاقات ته لاره هواره کړي. چاوش اوغلو په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې د استانبول په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

د چاوش اوغلو په خبره روسي اولیګارش رومان ابرامووچ، د کیف او مسکو تر منځ د همکارۍ په برخه کې رغنده رول لوبولی او د جګړې له پیل راهیسې د هغې د ختمولو له پاره په «ریښتني» ډول کار کوي.

زیلنسکي د آسترالیا پارلمان ته وینا کړې

په عین وخت کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د آسترالیا پارلمان ته وینا کړې او پر روسیې یې د بندیزونو د سختولو له پاره غږ کړی دی. هغه په ویلي دي که آسترالیا ورسره بوش ماستر، په نوم د زغروال موټر مرسته وکړي نو دی به منندوی وي.

د هغه تر څرګندونو دمخه د آسترالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن، زیلنسکي د «دیموکراسۍ د زمري» په توګه وستایه او د لومړي ځل له پاره یې ولادیمیر پوتین «د جنګي مجرم» په توګه یاد کړ.

له ماریوپول څخه د ملکیانو رایستل

د اوکراین مرستیالې لومړۍ وزیرې ایرینا ویریشوک، ویلي دي چې د کلابند شوي ښار ماریوپول پر لور د سرویسونو کاروان استول شوی، ترڅو له هغه ځایه د ملکیان د رایستلو هڅه وشي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي دي چې روسیې د یوه بشري دهلیز په رامنځ ته کیدو توافق کړی، چیرې چې د روسیې د څو اونیو بمباریو وروسته هلته په لسونو زره کسان بند پاتې دي.

په راتلونکو ورځو کې د سختو جګړو اټکل

د بریتانيا پوځي استخباراتو ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې ښایي د کیف په اطرافو کې سختې جګړه وشي. زیاته شوې ده چې د روسیې له لوري د کم شمیر قطعاتو پر ایستلو سربیره روسي ځواکونه د کیف ختیځ او لویدیځ لور کې خپل حضور ته ادامه ورکړې.

د بریتانيا د پوځي استخباراتو په وینا په ماریوپول کې پر درنې جګړې سربیره، اوکرایني ځواکونو د ښار د سویل ختیځې برخې کنترول په لاس کې لري.

د بیا رغاونې او پراختیايي چارو اروپایي بانک ویلي دي سږ کال به د روسیې اقتصاد لس سلنه راټیټ شي او همداشان د روسیې د یرغل له کبله به د اوکراین داخلي ناخالص تولیدات ۲۰ سلنه راښکته شي.