1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ککړې هوا ۵۰۰۰ افغانان وژلي دي»

۱۳۹۹ دی ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې ککړې هوا شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان وژلي دي. د دغه وزارت ویاندې ويلي دي چې زیاتره دغه کسان د تنفسي او د زړه د ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3nqXi
Afghanistan 2010 | Smog & Luftverschmutzung in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې ککړې هوا په تیر ۲۰۲۰م کال کې د نیږدې ۵۰۰۰ افغانانو ژوند اخیستی دی. وزارت وايي چې زیاتره دغه کسان د تنفسي او د زړه د ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

په ورته وخت کې تیر کال، کابل په نړۍ کې یو له هغو ښارونو څخه وو چې د هوا ککړتیا پکې تر ټولو لوړه وه. د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دغه قربانیانو له ډلې یوازې ۱۰ سلنه یې په پلازمېنه کابل کې دي.

د هوا د ککړتیا په درجه بندۍ کې کابل د هغو ښارونو له ډلې څخه دی چې هوا یې «ډیره غیر صحي» درجه بندي شوې او کابل ښار لا هم یو له ککړو ښارونو څخه شمیرل کیږي.

د وزیر اکبر خان د روغتون مشر، ډاکټر عبدالله احمدي، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په ورځني ډول شاوخوا ۲۰ تنه ناروغان دغه روغتون ته د تنفسي ستونزو له کبله مراجعه کوي. د احمدي په خبره، زیاتره دغه کسان د هوا ککړتیا له کبله ناروغ شوي دي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره بیا په افغانستان کې د ډبرو سکرو زیاته استفاده، زاړه موټر او خام سړکونه د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه په ګوته کوي. د روغتیا نړیوال سازمان هم د هوا ککړتیا یوه نړیواله روغتیايي ستونزه ګڼي او وايي چې په کلني ډول په ټوله نړۍ کې شاوخوا اوه میلیونه انسانان د هوا د ککړتیا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.