1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای شي د افغانستان ولسمشریزي ټاکني وځنډيږي

۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبه

چارواکو ویلي دي چې مسئولین د راتلونکي کال د اپریل میاشتې له پاره د پلان شویو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو په اړه فکر کوي. دا په داسې حال کې ده چې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو پر څرنګوالي سختې نیوکې شوي دي.

https://p.dw.com/p/38ts7
Schild der afghanischen Wahlkommission
انځور: DW

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوې ویاندې کبرا رضایي، ویلي دي چې اوس پر دې فکر کیږي چې د ولسمشرۍ ټاکنې، د غزني پارلماني ټاکنې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکني درې میاشتي وځنډول شي.

هغې وویل: «خو تر اوسه پورې موږ نه شو ويلای چې ټاکنې به وځنډول شي ځکه دا خبرې اوس په خپل لومړني پړاو کې دي.»

د افغانستان د تیرې میاشتې پارلماني ټاکنې چې له ډیرو ستونزو سره مل وې، پرې سختي نیوکي شوي دي. په پارلماني ټاکنو کې آن په پلازمینه کابل کې داسې بې نظمۍ موجودې وي چې کارپوهان وایي له ښه مدیریت سره یې مخه نیول کیدای شوای.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو ځنډول به د ځينو سیاسي ډلو له سخت مخالفت سره مخامخ شي، ځکه ځيني ډلې په دې نظر دي چې ولسمشر غني د خپل بیا ځلي ټاکل کیدو له پاره د چارو د سمون په هڅه کې دی.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو موضوع له طالبانو سره د سولې خبرو اترو تر سیورې لاندې هم راغلې ده. په وروستیو وختونو کې د طالبانو استازو د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

ویل شوي دي چې د سولې د وروستۍ هڅې د کامیابي له پاره ښايي ولسمشریزې ټاکنې وځنډول شي او بیا د سولې د بهیر تر کامیابي وروسته د ټولو په ګډون تاکنې وشي.

د ټاکنو کمیسیون تر اوسه پورې د افغانستان د ۳۳ ولایتونو له ډلې څخه یوازې د ۱۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي. د پاتو ولایتونو پایلې په راتلونکو ورځو کې اعلانیږي. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د ځينو ولایتونو د رایو د بیا شمیرنې بهیر روان دی. د بیا شمیرنې لامل په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو په ورځ پراخې بې نظمۍ دی.